لوګر کې د وسله والو د روزنې یو مرکز له مینځه وړل شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – لوګر: د لوګر ولایت امنتي او دفاعي ځواکونه وایي چې تیره ورځ افغان او نړیوالو ځواکونو د بره کي برک ولسوالۍ په تګاب سیمه کې د وسله والو د روزنې یو مرکز په نښه کړی او په بشپړه توګه یې له مینځه وړی ده.
امنتي مسؤلین وایي چې په دغه مرکز کې به ځانمرګي بریدګرو ته وسله والو روزنه ورکوله او بیا به یې په جګړه کې ترې کار اخیسته.
د افغان او نړیوالو ځواکونو له لوري په ترسره شویو عملیاتوکې ۸ وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي هم دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments