لوګر کې د هوايي برید په ترڅ کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي

comments 0

199 Views

هندوکش – لوګر: د لوکر لایت امنتي چارواکي وایي چې نن سهار د افغان ځواکونو د هوایي برید په دغه ترڅ کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او یوه سراچه موټر یې هم له مینځه وړل شوی ده.
د لوګر او میدان وردګو د ملي اردو د څلورمې پلې لوا ویاند شکیل احمد تسل وویل چې دغه هوایي برید د مرکز پل علم اړوند بابوس سیمه کې د وسله والو پر یوه پټن ځای ترسره شوی ده.
ښاغلی تسل زیاتوي چې په برید کې ملکي وګړو او نظامي ځواکونو ته مرګ ژوبله نده اوښتې.
بابوس د لوګر ولایت مرکز پل علم ته څيرمه ناامنه سیمه ده چې افغان ځواکونو په بیلا بیلو عملیاتوکې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments