لوګر کې د ناقانونه توکو د لیږد مخه نیول شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – لوګر: د لوګر امنیه قومنداني وایي، پولیسو لس بار وړونکي موټر چې په غیر قانوني ډول یې توکي لیږدول نیولي دي.
د لوګر امنیه قوماندان سمونوال رحم خدا مخلص وایي، چې دغه موټرو کې خوراکي او نور توکي کابل ته لیږدول کیدل او موټر چلوونکي پرته له دې چې د پکتیا ګمرک د محصول پارچې ولري له لوګر تیریدل او پولیسو ونیول.
امنیه قوماندان زیاتوي چې دغه موټرو کې له ټاکل شوې اندازې زیات توکي بار شوي وو چې دا هم قانوني سرغړونه بلل کیږي.
پولیس وایي، اوس یې پرته له محصوله د لاریو تیریدو باندې څار زیات کړی او زیات شمېر موټر یې درولي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments