لوګر کې د ملا نقیب په نوم د وسله والو طالبانو یو قوماندان وژل شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – لوګر: د لوګر ولایت امنتي او دفاعي ځواکونه وایي چې تیره ورځ افغان او نړیوالو ځواکونو د مرکز پل علم اړوند په پادخواب شانه سیمه کې ځانګړی عملیات ترسره کړي دي چې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان ملانقیب له دوه ساتوونکو سره یوځای وژل شوی ده.
د لوګر د ملي اردو د څلورمې پلې لوا ویاند شکیل احمد تسل وایي چې په دغه عملیاتو کې افغان او نړیوالو ځواکونو ونډه اخیستې وه او د یوه ځانګړي راپور له مخې د وسله والو طالبانو پر یوه مرکز عملیات ترسره کړي دي
ښاغلی تسل وایي چې په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو مشهور قوماندان ملا نقیب سره له دوه ساتوونکو یوځای وژل شوی ده.
بل خوا د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپوراحمدزی وایي چې په عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نده اوښتی.
ښاغلی احمدزی وایي چې په ترسره شویو عملیاتو کې ګڼ شمیر سپکه او درنه وسله هم له مینځه وړل شوې ده.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments