لوګر کې د طالبانو ۲ مشران وژل شوي

comments 0

2 Views

هندوکش ــ لوګر: په لوګر کې د طالبانو دوه ډلمشران وژل شوي او دوه نور ژوندي نیول شوي.
د لوګر امنیتي چارواکي وایي، چې تېره شپه ګډو ځواکونو د دې ولایت د څرخ ولسوالۍ اړوند په نوې کلا سيمه کې عمليات ترسره کړي چې په وینا یې د وسله والو طالبانو دوه مهم ډلمشران وژل شوي دي..
د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي نن د جمعې په ورځ له غرمې مخکې ازادي راډیو ته وویل، چې په يادو عملياتو کې د وسله والو طالبانو دوه مهم کسان هم نیول شوي دي.
دی وایي، په علمیاتو کې د وسله والو طالبانو یو پټنځای چې چاودېدونکي توکي او وسلې په کې ساتل کېدل هم په بشپړه توګه له منځه وړل شوی دی
تر اوسه وسله والو طالبانو ددې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments