لوګر کې د طالبانو څلورو کلیدي قوماندانانو په ګدون 22 کسان وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: له کورنیو چارو وزارته په خپور شوي خبر کې راغلي چې، تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په کمال خېلو کلي کې د ترهګرۍ ضد یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د ترهګرو طالبانو مواضعو ته د درنو زیانونو د اړولو سربېره ۲۲ ترهګر طالبان وژلي دي.
د خبر له مخې، قدرت الله د ترهګرو طالبانو د نظامي ډلې مسوول، نعمت الله د دولتي کارکوونکو د ترور مسوول، حبیب د ترهګرو طالبانو نامي قومندان او حبیب الله د ترهګرو طالبانو د نظامي کمېسیون غړی هم د وژل شویو ترهګرو په منځ کې دي.
سرجینه زیاتوي چې په ورته وخت کې طالبانو د درنې وسلې یو ډز ګولۍ غورځولې، چې په لړ کې یو ماشوم شهید او یوه ښځه ټپي شوې ده.
یاده ښځه د امنیتي ځواکونو لخوا پر وخت روغتون ته لېږدول شوې او تر درملنې لاندې ده.
د ترهګریزو کړنو ډېری قربانیان ملکي وګړي په ځانګړې توګه ماشومان او ښځې دي، چې ترهګر طالبان لاس پرې پورې کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments