لوګر کې د حقاني شبکې دوه مشهور قوماندانان ونيول شول

comments 0

16 Views

هندوکش – لوګر: د لوګر امنیتي چارواکي وایي چې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د حقاني ترهګرې ډلې دوه قوماناندان نیول شوي دي.
د لوګر امنیه قوماندانې ویاند شاپور احمدزې وایي، تیره شپه ځانګړو ځواکونو د مرکز پل علم اړوند د کډوالو په ښارګوټي کې ملا لقمان او ملا سیف الله چې سویل ختیځ زون کې یې د طالبانو مالي مسئول و او حقاني شبکې سره یې تړاو درلود نیول شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه کسانو د دې تر څنګ خوست لوګر پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د هدفي وژنو مسئولیت هم در لود.
د پاکستان حقاکي شبکې یاد غړي په داسې حال کې نیول شوي چې تردې وړانډې یادې ډله کابل او د هیواد ځیڼو ولایتونو کې پراخ ترهګړيز فعالیتونه ترسره کړي او عام وژنه یې منځته راوړې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments