لوګر کې د اوبو پروژې پيل شوې

comments 0

15 Views

هندوکش – لوګر:په لوګر کې د څه د پاسه شل میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د څلورو پروژو چارې پیل شوې.
د کرنې وزارت وایي، په کرونده کې د اوبو د تنظیم پروژه د لوګر ولایت مرکز او محمد آغې ولسوالۍ اړوند د افضل بیګ، دهنه ملک، نورمحمدخان او جانان په کلیو کې د اوبولګولو د څلورو پروژو د جوړولو چارې پیل شوې.
د لوګر د کرنې رییس محمد دین مومند ویلي، د اوبولګولو نوي او عصري سیسټمونو جوړول د کرنې وزارت د بنسټیزو پروګرامونو لړۍ ده، څو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې مثبت بدلونونه رامنځته شي.
د اوبو لګولو د دغو پروژو په جوړولو سره به ۲ زره او ۳۰۰ جریبه ځمکه خړوبه او سلګونو خلکوته به د کار زمینه هم برابره شي.
د مومند په خبره د اوبو لګولو د دغو شبکو څخه به، درې زره او نهه سوه کلیوال خلک په مستقیمه توګه برخمن شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments