لوګر کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۴۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي

comments 0

6 Views

هندوکش – لوګر: د لوګر ولایت د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي چې د تیرې ورځې راهیسې د افغان ځواکونو له لوري د دغه ولایت د مرکز پل علم په ګډون په بره کي برک او خوښۍ ولسوالیو کې ځانګړي عملیات ترسره کړي دي چې په ترڅ کې ۴۸ وسله وال طالبان وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.
د لوګر د والي ویاند دیدار احمد لونګ وایي چې افغان ځانګړو ځواکونو د دغه ولایت مرکز پل علم په ګډون په بره کي برک او خوښۍ ولسوالیو کې ځانګړي عملیاتونه ترسره کړي چې په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
ښاغلی لونګ وایي چې د عملیاتو په ترڅ کې ۴۸ وسله وال طالبان وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.
د والي ویاند وايي چې په وژل شویو وسله والو کې یو شمیر قوماندانان هم شامل دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments