لوګر کې د افغان ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي

comments 0

2 Views

هندوکش – لوګر: د لوګر پوځي چارواکي وایي چې تیره ورځ افغان ګډو ځواکونو د مرکز پل علم اړوند په کمال خیلو سیمه کې د وسله والو طالبانو پر یوه مرکز برید کړی او طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د لوګر د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال عبدالمتین حس خیل وایي چې په ترسره شویو عملیاتو کې د وسله والو طالبان پنځه مهم قوماندانانو په ګډون ۲۵ تنه وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.
ښاغلی حسن خیل وایي چې په عملیاتو کې د وسله والو په ډزو کې دوه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments