لوګر کې دوه بریدګر موخې ته تر رسیدو وړاندې وژل شوي

comments 0

1 Views

هندوکش – لوګر: د لوګر امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي چې تیره شپه دوه وسله والو بریدګړو چې غوښتل یې د لوګر پر امنیه قوماندان برید وکړئ، له برید وړاندې د افغان پولیسو له لوري ووژل شول.
د لوګر امنیه قوماندان سمنوال رحم خدا مخلص وویل چې وسله والو پلان درلود چې د پل علم ښار په څنډه کې پر ده برید وکړئ خو د پولیسو له لوري تر برید وړاندې ووژل شول.
امنیه قوماندان زیاتوي چې برید کې ملکي وګړو او پولیسو ته زیان ندی اوښتې او یو شمیر وسلې او مهمات افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي
دلوګر امنیه قوماندان زیاتوي چې طالبان هڅه کوي جګړه توده کړي او دسولې په پروسه کې امتیازات ترلاسه کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments