لوګر کې درې تنه له ۲۲ زره جعلي افغانیو سره یو ځای نیول شوي

comments 0

187 Views

هندوکش – لوګر: د لوګر ولایت د امنیه قوماندانۍ چارواکي وایي چې افغان پولیسو په مرکز پل علم ښار کې درې تنه له ۲۲ زره افغانیو جعلي بانک نوټونو سره یوځای نیولي دي.
د لوګر امنیه قوماندان مل سمنوال رحم خدا مخلص وایي چې نیول شوي کسان د افغانستان په کچه په جعلي بانکو نوټونو باندې راکړه ورکړه ترسره کوله چې په مرکز پل علم ښار کې په جعلي بانک نوټونو باندې د څارویو د راکړې ورکړې پرمهال نیول شوي دي.
مخلص وایي چې نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او د نورو څیړونو لپاره یې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.
د لوګر امنیه قوماندان د پل علم ښاریانو ته ډاډ ورکړ چې له نیول شویو کسانو څخه به د هغو کسانو اصلي پيسې واخلي چې په مرکز پل علم کې په جعلي بانک نوټونو خریداري کړئ.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments