لوګر کې انتحاري ته چمتو یو سپې وژل شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – لوګر: د لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې افغان امنیتي ځواکونو هغه سپې وژلې چې طالبانو په ډیر مهارت د سپې په واسته غوښتل پر امنیه قومندانې برید ترسره کړي.
د پولیسو په وینا، په لوګر کې پرون ماښام مهال پوليسو هغه سپې وژلې چې چاوديدونکي توکي ور پورې تړل شوي وو .
د لوګر امنیه قومندانۍ وايي چې واسکټ په ډير مهارت سره د سپي په بدن کې ځای پر ځای شوی وو چې پوليسو لیدلی او وژلی يي دی.
د لوګر امنیه قومندانۍ وايي چې موخه ددوی لومړی قراول وو.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments