لوګر کې افغان ځواکونوپه عملیاتو کې ۱۳ طالبان وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – لوګر: د لوګر ولایت امنتي او دفاعي ځواکونه وايي چې تیره شپه افغان ځانکړو ځواکونو د دغه ولایت د مرکز پل علم په دادوخیلو، د څرخ ولسوالۍ په پنګرام او د محمداغې ولسوالۍ په زرغونښار سیمو کې د وسله والو طالبانو پرضد عملیات ترسره کړي دي.
د لوګر والي ویاند دیدار احمد لونګ وايي چې په دغه عملیاتو کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.
لونګ وايی چې په څرخ ولسوالۍ کې درې په محمداغه کې ۷ او په دادوخیلو سیمه کې هم درې وسله وال وژل شوي دي.
د لوګر د والي ویاند د افغان ځواکونو ترسره شوي عملیات بریالي بولي او وايي چې د عملیاتو په ترڅ کې لسګونه میله سپکه او درنه وسله او چاودیدونکي توکي له مینځه تللي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments