لوګر: پر طالبانو مرګونی برید شوی

comments 0

92 Views

هندوکش – لوګر: لوګر کې د افغان هوايي ځواک برید د طالبانو لوړ پوړي چارواکي له منځه وړي دي.
دا برید د جمعې په شپه څرخ ولسوالۍ کې شوی دی.
دفاع وزارت رسنیو ته خبر ورکړی چې برید کې د لوګر لپاره د طالبانو نومول شوی والي حاجي لالا د هغه دوه مرستیالان فریدون او بریالی هم وژل شوي دي.
مولوي شمس الرحمن د پنځو ولایتونو لپاره د طالبانو استخباراتي مشر و چې دغه برید کې وژل شوی.
د سرچېنې په لیکنه حکمتیار ، شجاع او روف په مستعارو نومونو درې بهرنیان هم په دې برید کې وژل شوي دي.
احرار او بلال بیا د طالبانو سیمه ییز سرګروپان ښودل شوي چې هوايي برید په مهال وژل شوي.
دفاع وزارت همداراز خبر ورکړی چې دغه برید کې دوولس نور طالبان ټپیان شوي هم دي
دا په خپل ډول کې یو له خطرناکو بریدونو دی چې په دومره لویه کچه د طالبانو مهم غړي په کې وژل کیږي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments