لوګر او وردګ کې طالبان وژل شوي

comments 0

2 Views

هندوکش – کابل: لوګر او وردګو کې د عملیاتو په مهال لس طالبان وژل شوي او د هغوی یو مرکز هم له منځه وړل شوی دی.
د دوه سوه درې تندر قول اردو له لوري خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ملي اردو د لوګر محمد اغې ولسوالۍ زرغون ښار سیمه کې د عملیاتو په مهال پنځه وسله وال وژلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د ملي اردو سرتیرو همدا راز یاده سیمه کې د وسله والو یو مرکز ویجاړ کړی چې یو میل بي ایم ون یو میل زیګو یو دوه میله دهشکې دوه میله راکټ انداز او ګڼ شمیر نورې وسلې او مهمات یې هم تر لاسه کړي .
د تندر قول اردو په خبر پاڼه کې همدا راز ویل شوي چې ملي اردو د میدان ورګ اړوند زمان خیلو سیمه کې د عملیاتو پر مهال پنځه وسله وال وژلي دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments