لوګرکې درې وسلوال وژل شوي او یو تن ژوندی نیول شوی دی

comments 0

2 Views

هندوکش ـ لوګر: د ملي دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې وايي، تیره شپه وسلوالو طالبانو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د فضل اباد په سيمه کې د ملي امنيتي ځواکونو په ګزمه بريد وکړ.
خبر پاڼه کې راغلي،چې دغه بريد د امنیتي ځواکونو د سخت غبرګون سر مخامخ شول.
دې وزارت زیاتوي، د امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې ۳ تنه وسلوال طالبانو وژل شوي او ۱ تن یې د یو میل سلاح سنیپر، یو پایه مخابرې، موټر سایکل او یو اندازه نورو نظامي توکو سره ژوندی نیولی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments