له چینايي ځواکونو سره نښته کې ۲۰ هندي سرتېري وژل شوي

comments 0

2 Views

هندوکش ــ هند: هندي چارواکي وايي، له چینايي ځواکونو سره یې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې ۲۰ عسکر وژل شوي دي.
دا نښته چې وړمه ورځ شوې، په تېرو څو کلونو کې بې سارې ګڼل کېږي. د دواړو خواوو ځواکونه له څو اوونیو راهیسې په دې سیمه کې سره مخ شوي دي او ترمنځ‌ یې خورې ورې نښتې کېږي.
په پیل کې هندي چارواکو ویلي و درې سرتېري یې له چینايي سرتېرو سره نښتو کې وژل شوي او چینايي لوري ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده، خو پرون (سې شنبه) ناوخته‌ یې وویل ۱۷ نور سرتېري چې ټپیان شوي وو، د ټپونو له کبله‌یې ساه ورکړې.
د هندوستان چارواکي چینايي سرتېري تورنوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګالوان په دره کې رسمي سرحدي کرښې ته د درناوي له هوکړې یې سرغړاوی کړی دی.
چین خپلې غاړي ته د وراوښتي زیان حال نه دی ویلی او هند یې تورن کړی چې له پولې یې د چین خاورې ته سرتېري وراوښتي دي.
وحید امان

Share this page to Telegram

Comments