له چاودیدونکو توکو ډک موټر ونیول شو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ملي امنیت ځواکونو په پکتیکا کې د چاودېدونکو توکو ډک بار وړونکی موټر نیولی دی.
د ملي امنیت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه لارې کې د امونیم نایتریتو ۶۲ بوجې ځای پر ځای شوې وې.
خبرپاڼه کې راغلي چې لېږدونکي د حقاني شبکې غړي دي او چاودېدونکي توکي یې له وزیرستان څخه غزني ته لېږدول.
ویل کېږي چې له دغو چاودېدونکو توکو څخه د ماینونو او ځانمرګو واسکتونو په جوړولو کې کار اخیستل کېږي.
تر دې وړاندې ملي امنیت په پکتیا کې له چاودیدونکو توکو ډک موټر نیولی و.
سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments