له پلاسټیکه پيدا کېدونکې ناروغۍ / ډاکټر فصيح الله عمرزى

comments 0

0 Views

پنځوس کاله دمخه به چې کوم خوراکي توکي چا په پلاسټک کې واچول، نورو ليدونکو به ترې کرکه کوله. له دې دا څرګندېده چې پلاسټيک کې بايد خوراکي توکي وا نه چول شي، ځکه به هر چا له پلاسټکه کرکه درلوده.
وروسته چې ځینې پلاسټيکي شيان د ژوند د استعمال لپاره دود شول، بيا هم زيات شمېر خلکو په ښه سترګه نه ورته کتل. ويل کېدل به، نه ده څرګنده چې پلاسټیک له څه جوړ دی. ځکه به دوی پکې د خوراکي توکو له اچولو ډډه کوله.
خو اوس پلاسټیک دومره دود شو چې معتبر او د نوم خاوندانو ته خوراکي توکي په پلاسټیک کې اچول کيږي.
همدا خوراکي توکي چې په پلاسټک کې ورته اچول شوي که تاوان یې خلکو ته څرګند شو بيا به هيڅ څوک په پلاسټيکې لوښي کې خوراک ونه کړي، او نه به په پلاسټيک کڅوړه کې کور ته خوراکي توکي راوړي.
لومړى خو هغه کيميکل چې د پلاسټیک په جوړولو کې ترې کار اخستل کېږي د خوراکي توکو د استعمال قابل نه دي، او وروسته له هغې چې په پلاسټیک کڅوړه کې کوم خوراکي توکي واچول شي، د دوو يا درې ساعتونو په تېرېدو سره پلاسټيک کې هغه کيميکل راڅرګند شي چې د انسان روغتيا ته ترې تاوان رسيږي.
په لندن کې د يوې ترسره شوې روغتيايي سروې له مخې، روغتياپوهانو، چې پر پلاسټیک یې څېړنې کړې، ويلي، کوم خوراکي توکې چې په پلاسټیک کې واچول شي غوماشي ورته ځان رسوي، او هغه خوراکي توکې چې په پلاسټیک کې کورته راوړل شوي وي غوماشي په کې لنډ مهاله ځاله کوي، او د غوماشو له بدن او خولې زهري مواد خوراکي توکو ته انتقاليږي.
د لندن روغتيايي ماهرينو ويلي چې په پلاسټيک کې خوراکي توکي نه يوازې انسان ته مستقیم زیان رسوي بلکې که هغو څارويو ته چې غوښه يا شیدې يې انسان خوري په پلاسټيک کې خوراک (واښه) واچول شي، له غوښې او شیدو يې انسان ته تاوان رسيږي او روغتيا یې په خطر کې پريوځي.
ماهرينو ويلي، پلاسټیک که په وچ ځای کې هم کېښوول شي غوماشي ورته د ځالو جوړولو لپاره ځانونه رسوي. په پلاسټیک کې د ماشو ځالې او ترې پيدا کېدونکي له ديرشو تر څلويښتو پورې ډول ډول زهرجن مواد انسان ته تاوان رسوي، او تر لسو زياتې ناروغۍ په پلاسټیک کې له راوړل شویو خوراکي توکو پيدا کيږي.
زیاتره وختونه په پلاسټيک کې د راوړل شویو توکو په خوراک سره ماشومان په نس ناستي اخته کيږي.
نړيوال روغتيايي سازمان درې کاله وړاندې خبر ورکړی ؤ چې په پلاسټیک کې د خوراک او خوراکي توکو له اچولو بايد ډډه وشي. همدارنګه، يو شمېر هېوادونو په پلاسټیک جوړوونکو فابريکو بنديز لګولی او نه دوکان داران په پلاسټیک کې خوراکي توکي چا ته ورکوي.

Share this page to Telegram

Comments