له پاکستان څخه د وسلو د قاچاق مخه نیول شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو قومنداني وایي، د ځانګړو عملياتو پرمهال ننګرهار ولایت ته د ۲۶ ميله بېلابېل ډوله درنو او سپکو وسلو د قاچاق مخه نيولې او په تړاو يې قاچاق کوونکی هم نيولی دی.
په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو قوماندان بريد جنرال محمد ايوب حسين خېل وويل، د دې لوا اړوند د شپږم کنډک سرتېرو دوربابا ولسوالۍ کې له پاکستان څخه ننګرهار ته د وسلو د قاچاق مخه نيولې ده.
حسین خېل وايي، دغو ځواکونو د دوربابا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يو کمين پرمهال په يو عراده کرولا موټر کې ځای پرځای شوې ۲۶ ميله درنې او سپکې وسلې نيولي او په تړاو يې قاچاق کوونکی هم نيولی دی.
د جنرال حسين خېل د معلوماتو له مخې، قاچاق کوونکي په موټر کې دوه ميله پيکا، اته ميله کلاشينکوفونه او ۱۶ ميله تومانچې په ډېر مهارت سره ځای پرځای کړې وې او غوښتل يې له پاکستان څخه يې ننګرهار ته انتقال کړي.
د سرحدي ځواکونو قوماندان وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې قاچاق کوونکي يادې وسلې د کومې موخې لپاره ننګرهار ته راوړې وې؛ خو وايي په دې تړاو ترې پوښتنې روانې دي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments