له پاکستان راستنو شویو کډوالو سره مرستې وشوې

comments 0

0 Views

هندوکش – ننگرهار: ننګرهار کې له دیارلس سوه شپیته بې ځایه شوو او له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو سره مرستې وشوې.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه د کډوالو چارو ریاست په هلو خلو د مرستندویه ادارو له لورې ۱۳۶۰ داخلي بې ځایه شوو او له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه .
د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزى وايي،يادې کورنۍ په ۲۰۱۶ کال کې له کډوالۍ را ستنې شوي،چې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې میشتې شوي دي.
نوموړى زیاتوي،د تېرې ورځې مرستو په لړ کې له کډوالۍ را ستنوو شوو درې سوو کورنیو ته په بهسودو،دوه سوه شل په روداتو،دوه سوه په خوږياڼو،دوه سوه په سره رود،ېوسلو اتيا په کامه او دوه سوه شپېتو کورنېو سره په جلال اباد کې د خوراک نړيوالې ادارې WFP په مالي همکارۍ د خوراکي توکو مرستو وشوې.
نوموړى وايي،هرې کورنۍ سره پنځوس کيلوي وړه،پنځه کيلو دال،پنځه ليتره غوړي او ېو پاکټ مالګې مرسته وشوه.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply