له پاکستان د کډوالو د راستنیدو لړۍ پيل شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: نن له پاکستانه په خپله خوښه د راجسټر شویو افغان کډوالو د ستنیدو لړۍ په رسمي ډول پیلیږي.
که څه هم له پاکستانه په خپله خوښه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ ټول کال روانه وي، خو دا لړۍ بیا هر کال له ډیسمبر میاشتې څخه د مارچ تر لومړۍ نېټې پورې د ژمنیو رخصتیو له امله ځنډېږي.
د بیرته راستنیدونکو افغان کډوالو هر کس ته د کډوالۍ نړیوالې ادارې له لوري دوه سوه امریکايي ډالر مرسته کیږي.
د راپورونو له مخې دا مهال پاکستان کې یو میلیون او څلور سوه زرو زیات راجستر افغان کډوال پاکستان کې میشت دي خو پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې له شپږ سوو زرو زیات افغان کډوال په غیر قانونی ډول دلته استوګن دي
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *