له نورې نړۍ سره زموږ د علماوو توپير// عبدالمنان توحیدیار

comments 0

0 Views

تازه د پاکستان دیني علماوو په کشمیر کې د هند پرضد خلک پارولي او د هند وروستي حرکتونه یې د پاکستان په زیان ګڼلي دي، هلته چې له علماوو د افراطیت کار اخیستل کیږي، ډیر کله همدا علماء بیا پوځي جنرالان وي، د نورو هېوادونو د جګړې لپاره په فریب جلب او جذب کوي او داسې کسان استخداموي چې له پوځ مخکې روان وي.
خو زمونږ چې خلک ډیر مذهبیان شي هغه بیا ملي ارزښتونه تر پښو لاندې کوي، هیواد پخپله عقیده او ملت په امت قربانوي، اردوغان او مرسي پالي او امان الله خان او غني پسې بد وايي، ملي بیرغ او ملي سرودو ته ارزښت نه ورکوي او د شریعت خلاف یې ګڼي.
پردی مسلمان تر خپل افغانه بهتر ګڼي، په اسلامي ورورولي عقیده لري خو په افغاني ورورولي یې نلري، خپله اردو، خپل پولیس او خپل امنیت د پردیو ګوډاګیان ګڼي او په مرګ په پټو مجلسو کې خوشالي ښکاره کوي او یو شمیر خو یې ان جنازې هم نه کوي.
دوی تل د پردیو مسلمانانو که عرب وو که پاکستاني او که نور لپاره خپل خلک وژلي او خپل هیواد یې ورته وران کړی، دا نن هم دوی ته پاکستاني دین پوهان تر خپلو تکړه افغانانو ډیر محترم او نژدې دي، داسې مذهبیانو مو دا هیواد څو ځل تباه کړ خو عقل یې لا هم سر ته نه دی راغلی.
د پاکستان یو عالم طارق جمیل چې یو زیات شمیر مذهبیانو بالخصوص تبلیغیانو ته تر خپل سکه پلاره هم ډیر نژدې دی، تېره ورځ یې د خپلو ملي ګټو لپاره له خپل هغه وحشي پوځ سره چې لاسونه یې د لکونه مسلمانانو په وینو سره دي ولاړ دی.
دا زمونږ د مذهبي او یو پاکستاني مذهبي تر مینځ توپیر دی، زمونږ مذهبي چې څومره په دین کې مخکې ځي همغومره پردی شي خو ددوی هغه واړه خو څه کوې چې ان هغه لوی لوی دین پوهان یې هم له خپل هغه دولت سره چې هیرامنډۍ او د شرابو کارخانې چلوي ولاړ دي، زمونږ ځینې مذهبیان (طالبان) خو تر خپلې بې ضرره اردو د ناپاک فوج له ملیشې سره ډیره خواخوږي لري.
ځینې کسان په یوې سندرغاړې پسې چې له ښوونځي جوړولو سره یې مرسته کړې وایي چې د فحشا او ډمتوب په پیسو ثواب نه ګټل کیږي، بیا یوه افسانه درته ووايي چې کومې ښځې په فحشا پیسې ټولې کړې وې او جومات یې پرې جوړ کړ خو هیڅ ثواب یې ونه ګاټه.
دې فکري وحشیانو ته دې وویل شي چې هر څوک لکه دوی د ثوابو لیونیان نه دي، له نورو سره مرسته کول د انسانیت یو اصل دی، ډیری نړیوال چې مرسته کوي نو د خپل ښه انسانیت او وجدان د خوشالي لپاره یې کوي نه د ثواب ګټلو لپاره.
هغه زمونږ ډیری خلک دي چې د ثوابو لیونیان دي او پرته د ثواب له لالچه به یوه وړه تیګه هم له لارې لرې نکړي، همدا د یو ښه انسان او یو ښه مذهبي فرق دی چې ښه انسان د خپل ښه انسانیت او وجدان د خوشالي لپاره ښه کوي خو ښه مذهبي یو کوچنی ښه هم د ثواب ګټلو لپاره کوي.
دا چې ښوونځی هر چا درته جوړ کړ مننه ترینه وکړئ او درس پکې ووایئ. نور د هغه کس په په مسلک پسې ریشخند مه وهئ. بیا که تریخ حقیقت ووایم نو د سندرغاړو سندرې مو د هیواد په تاوان نه دي برعکس خپلو وطنوالو ته یې هر ځل خوښي ورکړې

Share this page to Telegram

Comments