له نشه‌يي توکو سره د امریکا مبارزه ناکامه ده

comments 0

5 Views

هندوکش – امریکا: سیګار په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې د امریکا مبارزه ګټوره نه وه.

د سیګار مشر جان سوپکو د امریکا د مشرانو جرګې امنیتي کمېټې ته د خبرو په مهال ویلي، امریکا په تېره یوه نیمه لسیزه کې افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې مبارزه وکړه، خو دغه مبارزه ګټوره نه وه او لا د نشه یي توکو کښت او قاچاق ورځ تر بلې ډېرېږي.

د سیګار د مشر په وینا د دغې مبارزې په لړ کې د نشه يي توکو کښت او قاچاق کم نه، بلکې زیات شو او ورځ بلې ته ډیرېږي.

جان سوپکو ویلي، یوازې تېر کال د وچکالۍ له امله په افغانستان کې د تریاکو تولید کم شوی و، خو دا وېره شته چې روان کال به د ډېرو اورښتونو له امله د دغه تولید په کچه کې بېرته ډېروالی راشي.

د مالوماتو له مخې، امریکا د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې برخه کې له پیله تر دې دمه په افغانستان کې ۹ میلیارده ډالر لګولي دي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments