له مدرسو د طالبانو ناسمه ګټنه/ سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

کلونه جګړه کې طالبانو ټول د جګړې اصول مات کړي، داسې اصول چې هیڅ انسان یې نه ماتوي، خو طالب چې د اسلام او جهاد تر شعار لاندې جګړه کوي، کلونه یې دا اوصول مات کړي او هر ځای له جومات، کور او مدرسو ګټه اخلي.
طالبان دا کار د یو مجبوریت له مخې کوي، او هغه دا چې طالبان هیڅ ځای له افغان ځواکونو پټ نه شي پاتې کیدلی او هر ځای چې وي، په نښه کیږي او له منځه ځي.
طالبان ځکه په جومات او مدرسه کې ځانونه پټوي چې دا ځایونه ورته خوندي ښکاري او په دې ډاډه دي چې افغان ځواکونه هيڅکله په مقدس ځایونو بریدونه نه کوي.
طالبان زیاتره هغو مدرسو کې پټیږي، کومې مدرسه کې چې کوچني طالبان د زده کړو لپاره استوګن وي، طالبان د همدې ماشومانو ګټه اخلي او ځان پرې خوندي کوي.
تاسو به لیدلي وې چې ځانګړو ځواکونو څو ورځې وړاندې میدان وردګ کې عملیات وکړل، کله چې طالبان پوه شول چې محاصره شوي دي، یو جومات کې یې ځای ونیو او له هغه ځایه یې پر افغان ځواکونو ډزې کولې، که څه هم طالبان په دې نښته کې له منځه لاړل، خو د طالبانو جګړې جومات شهید کړی و.
طالبانو د دې جومات ویجاړیو باندې افغان ځواکونه ملامت کړل چې ګنې یواځې جومات باندې برید کړی، خو اصل خبره دا وه چې طالبانو کم اصلي کړې وه او جومات کې یې ځآی نیولی و او بیا يې پر افغان ځواکونو برید کړی و.
د تېرې دوشنبې په شپه د ننګرهار شیرزادو ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو عملیات و کړل چې په پایله کې یې د ۱۱ طالبانو د وژل کیدو، څلور ټپي کیدو او اته نورو د نیول کیدو خبر ورکړل شوی دی.
خو ځایي خلک وایي، په دې عملیاتو کې له پنځوس تر اتیا طالبان وژل شوي چې مهم قومندانان هم پکې شامل و.
د طالبانو دا ډله د شیرزادو ولسوالۍ اړوند یوه مدرسه کې مرکز جوړ کړی و، په دې مدرسه کې زیات کوچني زده کوونکي شته چې دیني زده کړې کوي، خو دا چې دا ځای د طالبانو لپاره ښه خوندي ځای و، د شپې به همدلته راتلل او شپه به یې تېروله.
خو له نیکه مرغه چې په دې عملیاتو کې يواځې طالبان وژل شوي، ټپيان شوي او نیول شوي او بل هیڅ کوچني ته زیان نه دی اووښتی.
د معلوماتو له مخې په وژل شويو کې د وسله والو طالبانو محکمې مفتي مطيع الله مشهور په مطيع الحق، د بهسودو ولسوالۍ لپاره د دوی نومول شوی ولسوال ارشاد مشهور په ميا حيدر، د وسله والو طالبانو پخوانی قوماندان سيد انعام مشهور په ملا تور، سرګروپان حکيم الله، حبيب، روزي خان، هجرت او د لوګر ولايت سرې قطعې دوه غړي هم شامل دي.
د يادو عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو اړوند نويد، سر بلند او محبت په ګډون څلور سرګروپان سخت ټپیان شوي دي او اته تنه وسله والو طالبانو سره د اړيکو په تور ژوندي نيول شوي دي.
د وسله والو ترهګرو طالبانو يو مرکز، چې په مدرسه کې جوړ کړی و تر کشف وروسته په کې ترلاسه شوې وسلې، ماينونه، چاوديدونکي توکي او دوه عرادې موټر سايکلونه لمنځه وړل شوي.

Share this page to Telegram

Comments