له محرقی د ځان ژغورنې لارې

comments 0

0 Views

کله چې دانسان په وجود کې تبه ډيره وځنډيږي په خپل وخت ېې تشخيص ا و درملنه ونه شي ا و ياېې د درملنې پرمهال لازم پرهيز ونه کړل شي په دواړو صورتونو کې د محرقي د زياتوالي خطرموجودوي ځني وخت محرقه دومره سخته شي چې انسان د مرګ له خطره سره مخ شي ځکه خو ځني ډاکټران د محرقي د مريض په معايناتوکې زيات دقت کوي .
هر وخت چې د محرقې خطر احساس شي يعني د وجود د نورو دردونو ترڅنک دخيټې په درد انسان اخته شي نو په بيړه دې ځان نږدي ډاکټر ته رسوي ډاکټر ېې لومړى د وينې او غايطه موادو معاينه کوي او له پوره تشخيص وروسته ورته د لارښوونې سره درمل ورکوي.
په نوروهېوادونوکې اوس د نوې تکنالوژۍ له دود کيدا له امله د رايډل ټسټ له منځه تللى دى خوپه افغانستان کې اوس هم کيږي چې تردوه اونيوپورې د محرقي ناروغي دانسان په وجودکې نه څرګنديږي وروسته تردوه اونيو دياد ټسټ له مخې د محرقې ناروغي ثابته شي.
دمحرقې د مريض علامات دادي چې په بيسارې توګه ېې وجود درد کوي او دخيټې درد ېې هم زيات شي د دې لوې لامل دا د ى چې دمحرقې دمريض په وينه کې سپين کرويات کم شي چې دې کموالي ته لوکوپنيا وايي،عموما په ماشومانو دوينې دسپينوکروياتو ډير وي چې دغه ډيروالي ته دطب به ژبه سايټوزس وايي چې کله دخيټې الټراساونډ ېې کيږي مايع پکې په اسانۍ سره ليدل کيږي .
محرقه يوه سخته ا و اږده تبه ده ا و په اسانۍ سره يومرييض نه بل سالم انسان ته سرايت کولاى شي که د چاپه کورکې څوک د محرقې په مرض اخسته شي لومړى بايد مريض ته دخوراک وسايل بيل کړل شي او هم بايد دا ډول مريضان دکور له نورو وګړو په ځانګړې توګه له ماشومانو لرې وساتل شي.
کله چې انسان په ځان پوهه شي او د علاماتو له مخې ېې پرځان دمحرقې شک پيداشي دجوش کړو اوبونه دې استفاده کوي چې کله جوش کړې اوبه سړې شي بيادې وڅښي دکلک او سخت خوراک نه دې ډډه وکړي او ځان دې ژر ډاکټرته ورسوي.که څوک غواړي چې خپل ځان له محرقې څخه وژغوري نو په عادي تبه کې دې د ډاکټرلخوا ورکړل شوي درمل دلارښوونې سره سم وخوري او دزياتې مالګې، غوړو اوترشو خورا کونو دې ځان لرې وساتي

Share this page to Telegram

Comments