له ماشومانو څخه هر ډول ابزاری ګټه اخیستل جنایت دی!/ بریالی ویاړ

comments 0

0 Views

په اوسنیو حالاتو کې ماشومانو او تنکي ځوانان د افغانستان په ګدون د نړۍ په بیرته پاتي هیوادونو کې هغه زیان من قشر دی، چې تل د یو لړ غیر مترقبه اقتصادی، سیاسی، کډوالي، پوځي او تروریستي حوادثو او پیښو په ترڅ کې له منځه تللي او یا هم له ګن شمیر جسمي او رواني ستونزو سره مخامخ شوي دي، او یا هم د خپلو پلرونو، میندو، ورونو او یا د خپلو کورنیو د سرپرست د له لاسه ورکولو په پایله کې د کور دروند مسوولیت ورپه غاړه شوی او کله نا کله هم خپلې کورنۍ ته د حلالي روزي پیدا کیدو او یا هم د ورځني ژوند د تاوتریخوالي او په ټولنه کې د ناوړه دود او فرهنګ له وجهي د انساني قاقچیانو او یا هم د طالب او داعش تر نامه لاندې د ترهګرو ډلو د ناوړو موخو ښکار شوي او بد بختانه چې بیا له دوي څخه د اسلامي او مذهبي معتقداتو تر نامه لاندې ابزاری او جنسي ګټي اخیستل شوي دي.
دا زمونږ د ټولني یو تریخ حقیقت دی چې د څو لسیزو جګړو او بدبختیو په ترڅ کې له هر څه څخه زیات او په هره برخه کې زمونږ مظلوم او بی ګناه ماشومان او ځوانان زیانمن شوي او د نورو د ناوړو اهدافو او شخصي ګټو قرباني شوي دي.
له بلې خوا په ډیر تاسف سره چې په دې وروستیو کلونو کې د طالب او داعش تر نامه لاندې ترهګري ډلي چې ځانونو د اسلامي امارت او اسلامي خلافت مدعیان بولي خو په عمل کې د اسلام او انسانیت پر خلاف عمل په ترسره کولو سره له ماشومانو څخه په جګړیز ډګر او تروریستي بریدونو کې کار اخلي، او کله ناکله خو حتی تر جنسی تاوتریخوالي لاندې هم نیول کیږي، حال دا چې اسلامی او نړیوالو قوانین په جګړه کې د ماشومانو څخه د نه ګتي اخیستو او هغوي ته پر ضرر نه رسولو ټینګار کوي، خو له بده مرغه چې په افغانستان کې په دې ورستیو کې د یادو ترهګرو ډلو د فعالیتونو په زیاتیدو سره یوځل بیا دا اندیښنې زیاتي شوي چې دوي د ټولني له دغه بې ضرره قشر چې ماشومان دې له هغوې څخه په روانه جګړه کې کار اخلي او د خپلو ناوړو او غیر اسلامی او انسانی اهدافو د لاسته راوړلو لپاره هغوي له خپلو حقه حقوق څخه بې برخي کوي چې دا په خپله یو بشری جنایت دی او تل هڅه کوي تر څو د یو لړ کاذبو تبلیغاتی په ترڅ کې د اسلام او جهاد تر نامه لاندې د دوي له پاکو احساساتو څخه کار واخلي او د خپلو لیکو د پیاوړی کیدو په موخه دوي افراطیت او تاوتریخوالي ته رابولي، دا هم باید له یاده ونه باسو چې د طالب او داعش تر نامه لاندې ترهګرو ډلو لپاره افراطیت او تاوتریخوالي ته د رابللو یو ښه مرجع زمونږ په هیواد او ټولنه کې دیني مدارس دي چې یادې ډلي تل هڅه کوي تر څو د اسلام او دین تر نامه لاندې د زهر جنو تبلیغاتو په پایله کې زمونږ د ماشومانو او ځوانان ذهنتونه خراب او د هغوي له پاکو احساساتو څخه د خپلو ناوړو موخو لپاره کار واخلي ، چې د ترهګرو دغه عمل به زمونږ د ماشومانو په راتلونکي او د ټولني پر امنیت ډیره ناوړه اغیزه وکړي.
نو د ترهګرو ډلو دغو ناوړو اعمالو ته په کتو سره دا لازمه ده چې مونږ ټول په ګډه سره په خپله ټولنه او ځانګړی توګه په دینی مراکزو کې د هر ډول افراطی افکارو د خپریدو مخنیوی وکړو او پرې نږدو چې د دغو مراکز کنترول مو د نااهلو افراطی ډلو په لاس کې پریوځي او یا هم زمونږ د ګلالیو ماشومانو او ځوانانو له احساساتو څخه د خپلو ناوړو موخو لپاره ګټه واخلي.
په درنښت

Share this page to Telegram

Comments