له قبضیته د خلاصیدو لارې

comments 0

0 Views

قبض ته ام الامراض یعني د ناروغیو مور ویل کېږي. نن سبا په نړۍ کې هر څلورم کس په قبضیت اخته دی. دا ناروغي له ځان سره نورې ناروغۍ هم راوړي او انسان هر وخت په ناروغیو کې ګیر ساتي. خو له قبضیته ځان خلاصول هم دومره ستونزمن نه دی، دا چې قبضیت د غلطو خوړو د استعمال له امله پیدا کېږي نو که په خپل ورځني خوراک کې ځینې سم خواړه داخل کړو، د مرضونو له موره ځان ساتلای شو. راځئ نن به هغه خواړه یا مېوې دروښيو چې په خوړلو سره یې قبضیت ختمېږي.
قبضیت ولې پیدا کېږي؟
په دې خواړو کې فایبر وي. فایبر د کولمو په نرمولو او د فضله موادو په ایستلو کې مهم رول ادا کوي.
پالک
د پالکو په خوړلو په اسانۍ سره ځان د قبض له ناروغۍ ژغورلای شو. په پالکو کې فایبر په زیاته اندازه موجود دي، همداراز میگنیشیم او معدنیات هم پکې شته چې دا ټول د فضلې په ایستلو کې مرسته کوي.
سېب او نورې مېوې
که زیاتره وخت له قبضیته ځورېږئ نو هره ورځ یو سېب خوړل له تاسو سره له دې ستونزې په ځان خلاصولو کې مرسته کولای شي. په یوه کوچني سېب او د هغه په پوست کې ۳،۶ ګرامه فایبر وي.

بادام، چارمغر (جوز) پسته او ممپلې
په خپل ورځني خوراک کې لږ څه بادام، چارمغر (جوز) پسته او ممپلې استعمالول هم له دې ستونزې په خلاصېدو کې مرسته کولای شي. په دې وچو مېوو کې پروټین او هغه شیان چې د قبض په ختمولو کې مرسته کوي، زیات موجود وي.
یو څو نورې غذاوې چې په قبضیت کې مرسته کولای شي:
د جوارو نينې
ګوپې (كلپى) دكرم ګل Bring On the Broccoli
اېشول شوي کچالو (پټاټې / آلوګان)
امرود

Share this page to Telegram

Comments