له طالب د سولې تمه کیدلی شي؟ / بریالۍ ویاړ

comments 0

0 Views

طالبان چې په ښکاره چیغي وهي چې هيڅوک دې د سولې تمه راڅخه نه کوي، خو بیا هم ځینې خودغرضه هېوادونه او خودغرضه په اصطلاح سیاسیون هڅه کوي طالبانو سره خبرې وکړي چې سولې خبرو ته حاضر شي او نور له جګړې لاس واخلي.

دې سیاسیونو د پاکستان د پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف هغه خبره هیره کړې چې ویلي يې و، موږ طالبان د خپلو ګټو او په افغانستان کې د تاوتریخوالي لپاره بیا رابیداره کړل او تر هغې چې زموږ ګټې په افغانستان کې خوندي شوي نه وي، د دې ډلې تمویل او روزنې ته به دوام ورکړي.

له دې ټولو هڅو سره چې د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد او افغان سیاسیونو وکړې، اخرې پایله یې د طالبانو مشر ملا هیبت الله په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړه.

طالبانو اختریزه اعلامیه کې ویلي (( هیڅوک دې له موږ څخه د سولې او اوربند تمه نه کوي، تر څو چې هدف ته نه یو رسیدلي)) د طالبانو همدا یوه جمله تفسیر کړئ د طالبانو د فعالیت او جګړې تګلاره او کړنلاره په کې واضح ده.

طالبان په دې پلمه چې افغانستان کې بهرني ځواکونه دي، افغانانو سره په جګړه دی او د دې جګړې لپاره هیڅ حاضر نه دی چې سوله وکړي، طالبان پلمه کوي چې د بهرنیو پوځي حضور کې د سولې خبرې نه کوي او دا د دوی قربانیو ته سپکاوی دی.

طالبان د یو ځل بیا د هغې ورځې په تمه دي چې نویمو کلونو کې روسان له افغانستان ووتل او ډلې ټپلې په خپلمنځو کې د واک پر سر په جګړو اخته شول چې میلیونونه افغانان پکې قرباني شول.

دا هغه هدف دی چې کلونه یې پاکستان یو ځل بیا انتظار کوي، طالبان په دې تمه دي چې بهرني ځواکونه به له افغانستان ووځي او بیا به د طالبانو نظام رامنځ ته شي، امنیتي او دفاعي بنسټونه به له منځه لاړ شي او هغه بنسټونه چې په تېرو اتلس کلونو کې جوړ شوي بیرته له منځه یوسي.

خو افغانان هیڅکله بیا طالبانیزم نه غواړي چې د حکومت اداره یې له اسلام اباد او جي ایچ کیو څخه چلیږي، پاکستان چې کلونه په طالبانو پانګونه کړې یو هدف همدا دی چې هر څه باید بیا له سره شي او هغه نسبي پرمختګونه چې رامنځ ته شوي، باید بیا له منځه لاړ شي.

له نیکه مرغه به ووایو چې اوس تر بل هر وخت افغانان هوښیار شوي او خپل حکومت ته مشوره نه ورکوي چې د سولې پر سر معامله وکړي، سوله باید پروسه وي چې د دایمي ثبات لامل شي، کله چې سوله معامله شي، بیا هیڅکله د منلو نه ده او خلک د همدې جګړې دوام غواړي.

طالبان چې اوس تر بل هر وخت د سختو بریدونو لاندې دي، له حکومت ځواکونو غوښتنه کیږي چې د سولې پروسې پرځای دې پر طالبانو بریدونه زیات کړي چې د دې ډلې مهم مرکزونه له منځه لاړ شي او په سر کې یې د واکمنۍ خیالونه له منځه لاړ شي.

وایي، د اوبو لار په ژرنده وي، که امریکا او طالبان په خپل منځ کې هر ډول هوکړه وکړي ، بیا به هم دا هوکړه افغانانو او افغان حکومت ته راځی، افغان حکومت په تدبیر سره پریکړې کوي او تر هغې چې په دایمي سوله او ثبات ډاډمن شوی نه وي، طالبانو سره هیڅ ډول سوله نه کوي.

دا ښکاره خبره ده چې د طالبانو د سولې له خبرو سره یوځای ځینې ډلې طالبانو سره پر لار نه ځي چې سوله وکړي، خکه دا ډلې د نشه یي توکو قاچاق، انسان تښتونه، د ځمکو غصب، د عواید چور کول،  د کانونو سپړل او نور غیرې قانونې کارونه کوي چې سوله کې یې ټولې ګټې له منځه ځي.

دا ډلې له طالبانو سره د سولې پر لار نه ځي، نو ځکه افغان حکومت د سولې خبرو کې محتاط دی او له طالبانو سره خبرو کې به دا تضمین وي چې هیڅ وسله وال به یې نورو ډلو ته نه ځي او په بل نوم به فعالیت نه کوي.

طالبانو ته دا سخته ده چې ټولې ډلې په یو غږ سولې ته را وبلي، د طالبانو سیمه ییز قومندانان د جګړې له درکه عواید لري، دښمنۍ یې ځان ته کتلي او یوه ورځ هم په سوله کې ژوند نه شي کولی، دا ډلې خود به خوده له طالبانو لارې جلا کوي او یواځې سیاسي ډلې به یې د سولې پروسې سره یو ځای شي، چې د افغانستان او افغانانو لپاره هیڅ په درد نه خوري.

Share this page to Telegram

Comments