له طالبانو څخه د ایران او پاکستان د مرستو او ملاتړ نوي ناندري / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

دا یو روښانه او واضح حقیقت دی چې له څو لسیزو راهیسی ځیني هیوادونه په ځانګړی توګه زمونږ ګاوندي هیوادونه چې په افغانستان کې خپلې ناوړې ګټي او موخې لټوي زمونږ په کورنیو چارو کې له هیڅ ډول لاسوهنو څخه ډډه نده کړي او د خپلو ناوړو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره یې د افغانستان پر وړاندې د کورنیو او بهرنیو ترهګرو ډلو او کړیوڅخه ملاتړ کړی او د هغوي په تجهیز او تمویل یې لاس پورې کړی دی تر څو په افغانستان او سیمه کې ناامنیو ته لمن ووهي، چې په دغه اړه د افغانستان حکومت په کراتو کراتو نړیوالې ټولنې ته وړاندیزونه کړی چې د هغو هیوادونو او کړیو مخنیوي دی وکړي چې د افغانستان او سیمي پر وړانډې د تروریزم او ترهګرو ډلو سره تړاو لري او له هغوي څخه په ښکاره او پټه توګه ملاتړ کوي، چې د افغانستان د حکومت او ولس دغه ادعاوي په وار وار سره نړیوالې ټولني او هیوادونو ته په اثبات رسیدلي چې د طالب، داعش او ورته نورو بهرنیو ترهګرو ډلو د مشرانو سربیره د پاکستان، ایران او ځینو نورو هیوادونه له تروریزم څخه د ملاتړ په تور په نړیواله کچه په تور لست کې شامل شوي، چې د افغانستان د حکومت او ولس دغه ادعا په دې وروستیو کې یو ځل بیا د نړیوالو سربیره دا ځل عربي هیوادونو ته هم ثابت شو چې د طالبانو د ځینو مشرانو په ګډون د ایران سپاه پاسدارن قدس (۲) تنه لوړ پورې چارواکي او د پاکستان یو تاجر یې له طالبانو څخه د ملاتړ او هغوي ته د مالي سرچینو د برابرلو له امله د ترهګرو په تور لست کې شامل کړی دي.
امریکا،سعودي عربستان،بحرین،قطر،متحده عربي اماراتو،کویټ اوعمان هیوادونود ایران د سپاه پاسداران قدس(۲) تنه تنه لوړپوړې چارواکي محمد ابراهیم او اسماعیل رضوایی له طالبانو څخه د ملاتړ او هغوي ته د مالي سرچینو د برابرولو په تور، پاکستانی سوداګر عبدالعزیزد مخدره توکو د قاچاق او په کویتي شورا کې د طالبانو د تمویلولو په تور او (۶) تنه د طالبانو لوړپوړې چارواکي هر یو: عبدالرحیم منان د هلمند نومول شوی والی، عبدالصمد فاروقی د هرات ولایت نومول شوی مرستیال، محمد داوود مزمل د هلمند ولایت نومول شوی مرستیال، نعیم بړیڅ د مخدره توکو قاچاقبر او له ایران سره د طالبانو د اړیکومسوول،صدر ابراهیم د طالبانوپوځي کمیسیون غړی اوحافظ مجید دطالبانود شوراغړی او د ځانمرګوبریدونو مسوول هغه کسان دي چې له ایران سره یې د طالبانو په اړیکو ټینکیدو کې رغنده ونډه درلوده د ترهګرو په تورلست کې شامل شوي او د دوي ټوله سرمایه به د دغو هیوادونو لخوا کنکل شي.
دا چې افغان چارواکو تل د نړیوالو میثاقونو او قوانینو له مخي له خپلو ګاوندیو هیوادونو څخه غوښتنه کړی ده چې دوي نباید په سیمه کې د خپلو موخو او اهدافو لپاره د افغانستان حکومت له مخالفو وسلوالو ډلو څخه کار واخلي او یا هم له هغوي سره اړیکي ټینګي کړي، خو له بده مرغه چې زمونږ ګاونډیانو په ځانګړی توګه ایران او پاکستان تل د خپلو ناوړو موخو لپاره له وسلوالو او ترهګرو ډلو څخه ملاتړ کړي او د هغوي په تجهیز او سمبالولو یې لاس پورې کړی دی، نو اوس چې یو ځل بیا امریکا او عربي هیوادونو دغه حقیقت ښکاره کړ نو لازمه ده چې د یادو هیوادونو سربیره نړیواله ټولنه هم د ایران او پاکستان په حکومتي چارواکو لازم فشارونه راوړي تر څو دوي د تروریزم او ترهګرو ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي او د ترهګرو ډلو سره د مرستو او اړیکو ټینکیدو پر ځای د افغانستان له دولت سره د ګاونديتوب د ښو اړیکو ساتلو ته ادامه ورکړي.

Share this page to Telegram

Comments