له طالبانو د سعودي غوښتنه

comments 0

0 Views

هندوکش – سعودي: د عربستان حکومت له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې جګړه بس کړي او د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژني.
د اسلامي هېوادونو د همکاریو نړیوال سازمان له لوري افغان او پاکستانیو علماوو ته په استول شویو بلنلیکونو کې د افغانستان ټولې وسله والې ډلې ترهګرې بلل شوې دي.
دغه بلنلیکونه چې د سازمان د عمومي سکرتر او د عربستان د کابینې د مخکېني وزیر له لوري لاسلیک شوي د کنفرانس د رابللو لامل په افغانستان کې د وسله والو ډلو له لوري د جګړې د جواز ردول بلل شوي.
ټاکل شوې چې د جولای میاشتې په لسمه او یوولسمه نېټه د عربستان حکومت د علماوو یو کنفرانس رابولي او په افغانستان کې د جګړې خلاف فتوا ورکړي.
دا لومړی ځل دی چې عربستان او د اسلامي هېوادونو د همکاریو نړیوال سازمان د افغانستان د سولې او پخلاینې په اړه غونډه جوړوي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments