له طالبانو د دایمي‌ اوربند غوښتنې

comments 0

48 Views

هندوکش ــ کابل: د طالبانو لخوا د اوربند له پروني اعلان سمدستي وروسته د افغانستان  ولسمشرۍ ماڼۍ د طالبانو د دغه ګام هر کلی کړی او له طالبانو یې غوښتي چې نور دې جګړه پرېږدي او دایمي اوربند دې وکړي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټويټر پاڼه ولیکل: “ولسمشر غني ټولو امنیتي ځواکونو ته امر کوي چې تر هغه وخته عملیات ونه‌کړي چې طالبان له اوربنده سرغړونه ونه‌کړي.”
ښاغلي صدیقي زیاته کړې چې افغانان د اوږدمهاله اوربند غوښتونکي دي او د حکومت او طالبانو ترمنځ مستقیمې خبرې غواړي.
“د اوربند اعلان یو مهم ګام دی، اما د افغانستان خلک د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو ډلې ترمنځ د دوامدار اوربند او د سولې مذاکراتو د پیلولو غوښتونکي دي.”
اخوا د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا هم په خپله خبرپاڼه د ډاکټر عبدالله عبدالله له قوله لیکلي چې افغانان له جګړې او تاوتریخوالي ستړي شوي دي، او د بین الافغاني حکومت هیله لري.
په کابل کې د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې رئیسه اورځلا اشرف نعمت وایي چې افغانان په دې تمه دي چې د پخوا په څېر دا ځل د اختر په څلورمه ورځ سمدستي بېرته تاوتریخوالی پیل نه‌شي او پر ځای یې بین‌الافغاني خبرې پيل شي.
اغلې نعمت زیاتوي: “اوربند ښه خبره ده که یو ساعت وي یا درې ورځې، خو دا ډول اوربند نتیجه نه‌ورکوي ځکه چې د دې له نتيجې موږ هغه وخت ښه هرکلی کولای شو چې دا یو اوږدمهاله اوربند ته وغځول شي چې په تېرو دوو مواردو کې مو دا اقدام نه‌دی لیدلی.”
ناټو په افغانستان کې د اوربند اعلان د سولې په پروسه کې يو مهم ګام بللی دی.
ناټو تېره شپه پر ټويټرپاڼه لیکلي چې د اوربند په نتيجه کې باید په چټکۍ سره بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

Share this page to Telegram

Comments