له طالبانو جوماتونه هم په امان ندي/ عتیق صافی

comments 0

1 Views

شپه پخه وه سهار نږدې وو خو د کورونو تصفیه لا ختمه نه وه، سرباز یو بوډا د لاس نیولی خواته یې را وستو وایې د ويالې پر غاړه یې اودس وکړ، څادر یې خور کړ، تسبې یې اړولې خواته ورغلم ورته ومې ویل چې مونږ افغان عسکر یو دلته د ترهګرو ځپلو پسې راغلي یو.
بوډا ژر له څادر جیګ شو وایې جومات ته داخل نشئ له بمونو یې ډک کړی دی، زما دریمه ورځ ده چې لمونځ همدلته د دې ویالې په غاړه کووم.
د جومات دروازې ته عسکر نږدې شوي وو چې د ننوتلو مې منع کړل. بوډا ته مې وکتل په ږیره یې د اوبو څاڅکي داسې ښکاریدل لکه زر چې پرې شیندل شوي وي، غیږ کې مې ونیوه په ږیره مې ورته لاس کش کړ ورته ومې ویل زما پلار هم ستا په شان سپینږیری وو، د سهار د لمانځه پر وخت به یې د کوټې دروازه راته په خپله حمسا داسې ټکوله چې ما به فکر کاوه ماته یې کړه، له سپینې ږیرې دې جار شم چې بل ځل دې کلي ته راتللو یو ښایسته د وړۍ اصلي څادر درته راوړم.
مخابره کې غږ وشو بمونو ته چاودنه ورکوو ځانونه وساتﺉ. بوډا د څادر په فیڅکه اوښکې وچې کړې وایې الله ج دې مرسته درسره وکړي، خدای مو بریالي کړه، بمونه شڼډ کړﺉ خو جومات راته وران نه کړۍ د پلار د لاس نښه مې ده د کلونو کلونو په خوارۍ یې راجوړ کړی وو. لاړې مې مرۍ کې ونښتې له خولې مې هيڅ غږ ونه وت، سرباز راغږ کړ بابا جومات کې یې داسې بمونه ځای پر ځای کړي چې د جومات د ژغورلو هیڅ چاره نشته. ناڅاپه داسې درځ شو چې له ونو ژیړې پاڼې ټولې را پریوتې او د خټین دیوالونو کاږیلونه پر مونږ را وغورزېدل.
وخت یاري نه کوله، تیاره ورو ورو کمېده، مخابره کې مې غږ وکړ ځانونه د هلیکوفترو د ناستې ځای ته ورسوﺉ، بوډا په ژړا شو، سلګیو ونیوه، جګ شو، څادر ته یې ټک ورکړ، روان شو، ویل یې تاسې دې خدای راته ژوندي لري.
ما چې د بوډا بې وسي لیدله نه مې وجدان د تګ اجازه راکوله او نه د پاتې کیدو څه را پاتې وو.

Share this page to Telegram

Comments