له سولې د طالب ډار، له شخصي دښمنۍ به چرته تښتي / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

دا به ومنو چې طالبان هم سوله غواړي او د دې سولې لپاره یې د بهرنیو ځواکونو د پوځي حضور مهالویش پلمه کړي چې له افغانستان ووځي، دا یواځې هغه طالبان دي چې په کویټه شورا پېښور، کراچي، اسلام اباد او قطر کې پاتې شوي او د جګړې په ډګر کې یې قومنده په لاس کې نه وه.
دا طالبان ځکه د سولې په خبرو ټینګار لري چې له دې درکه به راتلونکي حکومت کې یوه څوکۍ او یا یو څه امتیازات ترلاسه کړي.
خو هغه طالب چې کلونه یې جګړه کړې، د جګړې له درکه عواید په لاس راوړي، هغوی بیا د سولې خبرو ته اندیښمن دي، له کبله که سوله وشي، حکومت او نړیوال به یې معاف کړي، خو خپلو سیمو کې یې چې د خلکو شخصي دښمنۍ اخیستي هغه به څنګه کیږي.
هر طالب قومندان او وسله وال په خپله سیمه کې ځان لپاره شخصي دښمنۍ پیدا کړې او په یو او بل نوم یې خپل کلیوال، تربور، خپلوان او د سیمې خلک یا وژلي او یا یې ځورولي دي.
طالبان بیا ځینو سیمو کې په اجرتي قلاتلینو بدل شوي او خلکو پرې خپلې دښمنۍ پاللي، یو کس د طالبانو یوې ډلې ته پسې ورکړي، خپل دښمن یې پرې وژلی او ګواښلی او بل کس د طالبانو بلې ډلې ته پیسې ورکړي او خپل دښمن یې پرې وژلی او یا ګواښلی دی.
په دې سره طالب د کلونو دښمني د ځان لپاره پيدا کړې او په اوربند او سولې سره نه شي کولی چې دوه ورځې ژوند هم وکړي.
طالبانو اکثریت وسله والې ډلې اوس داسې شوي چې وسله ګرځول او وسله وال فعالیت یې د روزۍ پيدا کولو وسیله ده او پرته له وسلې یوه ورځ ژوند هم نه شي کولی، نو اوس په دې کې شک شته چې ایا د طالبانو وسله والې ډلې او سیمه ییز قومندانان به د سولې له بهیر سره یو ځای شي او که به د بل تر بیرغ لاندې فعالیت کوي.
دا تضمین باید وي چې د طالبانو سره د سولې له موافقې وروسته به ټولې ډلې وسله ږدي او یا یو ګډ حکومت او اوسني حکومت کې به مدغم کیږي، طالبانو سیمه ییز قومندانان د ټوپک په زور زیاتې پيسې په لاس راوړي.
د دې عوایدو نومونه بیلابیل دي، ځینې یې د عشر او زکات په نوم له خلکو باج ټولوي، ځینې یې د برښنا له درکه د ټوپک په زور د برښنا لګښت ټولو، ځینې کانونه چور کوي، ځینو د ګمرک په نوم لارو کې پاټکونه اچولي او له موټرو او سوداګرو په زور پيسې اخلي.
نو همدې اندیښنو ته په کتو د طالبانو ځینې سیمه ییز قومندانان په دې لټه کې دي چې مشران به یې څنګه سوله کوي، دومره چې دومره پردي اولادونه قرباني کړل، د هغوی کورنیو ته څه ځواب ووایي او د دې تر څنګ خپله یې چې دښمنۍ پيدا کړي هغه به څنګه پالي او څنګه به ځان مصوون کوي.

Share this page to Telegram

Comments