له سلو نه ډیر شمیر عراقیان داعش لخوا وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – عراق: داعش ترهګړې ډلې عراق کې له سلو نه زیات شمیړ کسان هغه مهال وژلي چې د تیښتې په هڅه کې ول.
عراق کې ځايي مسولین وایې: «دغه خلک هغه مهال وژل شوي چې غوښتل یې د داعش تر کنترول لاندې سیمو نه وتښتي، چې د تیښتې هڅو په توړ وژل شوي دي».
مسوولین وایې: «کوم خلک چې د داعش ترکنترول سیمو ځایو نه تښتیدلي دي وايې چې د یادو کسانو مړي په سرکونو اچول شوي دي».
دغه پیښه زنجبیلي سیمه کې ترسره شوې چې اوس مهال د عراقې ځواکونو لخوا د بیرته نیولو هڅې روانې دي.
د یادونې وړ دې چې اوس مهال عراق کې د داعش ډلې پر مخ پراخ عملیات روان دي چې د عراقي سرتیرو په اند ډیرې ځایونه یې داعش ډلې نه نیولي دي.
محمد امان دوران.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply