له سفیرانو سره د امنیت شورا د سلاکار لیدنې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ملي امنیت سلاکار په کابل کې د بیلابیلو هېوادونو له سفیرانو سره کتلي دي.
له ملي امنیت شورا په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا، جرمني او فرانسې سفیرانو سر بیره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازوالۍ دفتر (یوناما) مشر او د ناټو د غړو هېوادونو په استازیتوب د دې سازمان ملکي استازو سره کتلي دي.
د اړوندو هېوادونو او سازمانونو استازو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، له افغانستان سره د همکاریو پر دوام او د ولسواک نظام پر ښه والي او ملاتړ خبرې کړي دي.
دغه راز په ناسته کې له ترهګرۍ سره د مبارزې او افغان ځواکونو د تجهیز او ملاتړ تر څنګ، د سولې پر بهیر او ټاکنیزو چارو هم خبرې اترې شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments