له روسي محور سره د طالبانو دوستي / نوید احمد څرک

comments 0

1 Views

روسان څوک دي؟

روسان هغه خلک دي چې د منځنۍ آسيا اسلامي دموګرافي يې محوه/بدله کړه، په سيمه کې يې د اسلام او مسلمانانو جرړې وويستې، ويل کيږي چې تر 100 مليونو مسلمانان يې تر تېغ تېر کړي، په مليونونه کېلومټره اسلامي ځمکې يې لاندې کړي، هغه ځمکې چې روسانو د هغو مسلمانو واکدارانو ته سوونه کلونه جزيه ورکړې.
په دا اوسمهال کې له ضعيف ادرسه د يوې ډلې له خوا له روسانو سره صميمانه دوستي له افغانستان سره ستره جفا ده، دغه دوستي د هېواد راتلونکی له جدي خطر سره مخامخولی شي، دغه دوستي د منځنۍ اسيا د مسلمانانو سره عموما او د قوقاز د مسلمانانو سره خصوصا ستره جفا ده، د توسعي سياست خاوندې روسيې ته موقع مساعديږي چې خپل فوځونه د آمو پر غاړه واچوي، چې اوس هم په محدوده توګه د تاجکستان په حدودو کې شته، او له دغه ځايه به کولی شي چې په افغانستان کې په پراخه توګه استخباراتي او عسکري لاسوهنې ولري، په دې کار سره به زمونږ د مخکيني جهاد هغه پاتې بهرنۍ ثمره او فخر هم له منځه لاړ شي چې ويل به مو: له افغانستان سره مو منځنۍ آسيا هم له روسانو آزاده کړه.
چين هم د روس په پلونو روان دی، د ختيځ ترکستان په شمول د مسلمانانو په سيمو کې يې له ډېر وخته راهيسې په دموګرافي ژور بدلون لاس پورې کړی، او هيڅ لرې نه ده؛ که چېرې نوې سيمې په لاس ورشي؛ هلته هم د دموګرافي بدلون پروژې په کار واچوي، پاتې ايران، ايران چې چېرته پښه ايښې ده؛ هلته د تباهۍ داستان پيل شوی دی.
د پورتنيو خبرو معنی دا نه ده چې غربي محور ښه دی، يا دې ورته تسليم شو، بلکه د حاکميت لپاره اسلامي فلسفه په مسلمانانو توجيبوي چې خپل مستقل وجود ولري، مسلمانان د خپل مستقل وجود لپاره مستقله ديني سياسي قانوني او اقتصادي فلسفه لري، خو د هر حال خپل احکام وي، کله کله مسلمان مجبوريږي چې أهون الشرين انتخاب کړي، تاريخي پېښو ته په کتو سره روسان نسبت غربيانو ته د اسلامي هېوادونو او مسلمانانو د استقلال لپاره ډېر مضر په ثبوت رسیدلي، له اندونيسيا نيولې د مراکش تر غربي سمندري غاړو پورې غربيان نه دي توانيدلي چې د يو اسلامي هېواد دموګرافي ور بدله کړي، په استثناء د فلسطين چې يهود په کې د ځينو استثنائي خاصو شرايطو په نتيجه کې د يو ولس په توګه ځای پر ځای شول، همدارنګه غربيان نه دي توانيدلي چې د خپل حاکميت لاندې اسلامي سيمو کې له مسلمانانو څخه د هغوی دين واخلي، انګرېز په 100 کاله کې د هندي نيمه وچې له مسلمانانو دين وانخيست، تر ننه په دغې سيمه کې په لس زره ګونه مدرسې دي، چې زمونږ ډېري علماء، طلاب العلم، مفتيان قاضيان د همدغو مدرسو محصول دي، بلکه عجيبه يې لا دا ده چې زمونږ د جنګ او سولې فتواګانې هم له دغه ځایه راځي، اګر دغه فتواګانې اوس سياسي او د يوې محدودې د سيمې د ګټې او مصلحت لپاره صادريږي، نه د اسلام او مسلمانانو د ګټو لپاره.
بالمقابل هغه پراخه اسلامي ځمکې چې چينايانو او روسانو لاندې کړي، هلته اسلام او مسلمانان په کلکه ځپل شوي، او د هغو سيمو دموګرافي يې وربدله کړې.

Share this page to Telegram

Comments