له روان میلادي کال تردې دمه 160 زړه کډوال بیرته ستانه شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د راپورونو له مخې د ژمي له موسم وروسته هېواد ته د کډوالو بېرته راتګ پيل شوی دی او هره ورځ سلګونه کسان بېرته له پاکستان او ایران خپل هېواد ته را ستنېږي.
د راپورونو له مخې تر دې دمه تر څه باندې ۱۶۷زره افغان کډوال له ایران او پاکستان هېواد ته راستانه شوي دي. تر ډېره دغه کډوال له ایران خپل هېواد ته راګرځي.
تېره اونۍ هم په یوه راپور کې ویل شوي وو، چې هره ورځ تر زرو پورې کسان له ایران افغانستان ته راځي.
وروسته له دې چې پر ایران د امریکا بندیزونه ډېر شول، نو هلته د افغان کډوالو د ژوند وضعیت هم خراب شو، چې ورسره جوخت ډېرو یې بېرته هېواد ته مخه کړه.
ویل کېږي چې له ایران د کډوالو د راستنېدو لړۍ به نوره هم چټکه شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments