له رسنیو سره د وسله والو دښمني // نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

د وسله والو طالبانو له خبرداریو وروسته د یکشنبې په ورځ دې ډلې په کابل کې د خورشید خصوصي ټلویزیون د کارمندانو د املې موټر په نښه کړ، موټر د کابل تایمني سیمه کې په نښه شوی و چې چاودیدونکي توکي په بایسکل کې ځای په ځای شوي و.
له نیکه مرغه چاودنې زیات زیان نه دی اړولی او له بده مرغه چې یو ملکي وګړی پکې ټپي شوی او د خورشید ټلویزیون د درې کارکوونکو په ګډون پنځه کسان ټپيآن دي چې ټول یې لارویان دي.
طالبانو ځکه رسنیو ته ګواښ کړی او د بریدونو خبرداری یې ورکړی چې د رسنۍ دې چې د طالبانو اصلي څېرې یې خلکو ته رسوا کړي او لا یې رسوا کوي.
افغاني رسنۍ په دې برخه کې خپل رسالت ژوندی ساتي او د خورشید ټلویزیون هم له دې برید وروسته ډاډ ښودلی چې له خپلو اهدافو به یې دا ډول بریدونه را و نه شي ګرځولی.
که څه هم طالبانو له پخوا رسنۍ په نښه کړې وې او تر دې وړاندې يې په طلوع ټلویزیون هم برید کړی و، خو بیا هم د ځینو بریدونو مسوولیت نه مني.
رسني د افغاني کلتور ، حقیقت او اطلاع رسونه کې مهم رول لري او طالبان هڅه کوي چې د بیان ازادۍ دا غږ یا چوپ کړي او یا یې سانسور کړي.
د طالبانو له بریدونو وروسته ځینې رسنیو لا ډير خپل کار کړی او ډار شوي او تسلیم شوي نه دي، ځکه طالب او داعش چې په هر بې وسلې کس لاس بر شي، له منځه یې وړي او یا زیان ورسوي.
همدا د وسله والو ترهګرو ډلو پالیسي ده چې په داسې ځایونو برید وکړي، په کومو ځایونو چې خلک ډير خفه کیږي او یا یې ډیر خلک او رسنۍ خبري پوښښ ورکوي.
هغه ترهګرې ډلې چې عامو وګړو رحم نه کوي، په خپلو اولادونو رحم نه کوي، نو بیا څنګه په خبریالانو رحم وکړي.
د مالوماتو له مخې، په تېرې جولای میاشت کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، وژنې او ناسم چلند څلوېښت پېښې ثبت شوي چې دا تر بل هر وخت لوړ ارقام دي.
د خبریالانو دخوندیتوب کمېټه د رسنیو پر وړاندې وروستیو بریدونو اندېښمنه کړې او د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه لري، چې د خبریالانو خوندیتوب ته دې پام وکړي.
افغان حکومت د خبریالانو د مالي ملاتړ صندوق رامنځ ته کړی او د دې تر څنګ یې مسوولو ادارو ته لارښوونه کړې چې د خبریالانو او رسنیو جدي امنیت دې وساتي.
خو ترهګر چې له هر ډول پلانونو کار اخلي، د ښار او ګڼې ګوڼې په منځ کې خلک په نښه کوي چې زیان یې زیات ملکي وګړو ته اوړي.
افغان ځواکونه ژمن دي چې د بیان ازادۍ د ساتلو او رسنیو او ژورنالستانو خوندیتوب لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي او ترهګرې ډلې پرینږدي چې رسنۍ او خبریالانو ته ګواښ پیښ کړي.
په خپلو ځواکونو باور لرئ، دا مو د افغانستان راتلونکی تضمینوي.

Share this page to Telegram

Comments