له دشت ارچي تر دشت برچي دوه پيښې او دوه ډوله غبرګونونه:س ـ افغان

comments 0

0 Views

په کندز کې په هوايي بريد کې طالب قومندانان و وژل شول، دا چې دوی ملکي وګړي سپر کړي وو، مدرسې ته تلي وو که ماشومان پکې وژل شوي دي دا خبره هم وروسته ويديوګانو او رسنیو ښکاره کړه او نور بحث کول هم پرې اړین نه دي، خو چې دا طالبانو په ټولنیزو پاڼو کې د دشت ارچي پيښې ته ملکي بڼه ورکړه له کابل تر اسلام آباد پورې هر سړي پر حکومت نيوکې پيل کړې، د افغان ولس په اړه مطلق کافر پاکستاني ملایان دومره د افغانانو له غمه مړه ښکاریدل چې هر یو يي لکه لیونی سپی لګیا وو استخباراتي شرارت يي کاوو،ددې نيوکو بازار دومره ګرم شو چې آی اس ای په پاکستان کې ملایانو او د مدرسو ناظمانو ته سپانسر شوې پاڼې په واک کې ورکړې هر ځای به پنجابی ملا ناست وو او د کندز پيښه به يي غندله.

راځئ د طالبانو ومنو، دا يي په دشت ارچي کې بیخي ملکي وګړي وژل شوي  خو دا چې پرون په کابل کې د تذکرو پر يو مرکز وحشي بريد وشو بريدګر ایرانی يا پاکستانی هر څوک چې وو خو يو وحشي وو ولې دا طالب مبلغين، له طالبانو سره پټ زړه سوي لرونکي کابل ميشتي مدافعین او تش په نوم د طالب په خاطر د افغانيت مدعيان ولې چوپ دي؟ په دشت برچې کې خو خلک په ملي پوځ کې د  سرباز کيدو په خاطر په لیکو کې نه وو ولاړ بلکه تذکرې يي اخيستې او زما په شان ډير خلک به داسې وي چې که په ټاکنو کې ګډون کوي يا يي نه کوي خو دا چې د کور څنګ ته يي د تذکرو مرکز راغلی دی او آسانتيا پکې ډيره ده نو ځي تذکرې اخلي.

بله مهمه خبره داده چې د دشت ارچي تر پيښې وروسته په کابل کې له دولتي ملا نيولي بیا تر پاکستاني، داعشي، طالباني او کوټه ميشتي ملا پورې هر سړي لاړې بادولې، په پلچرخي کې محبس ته څيرمه د ولسي جرګې د غړي ملاتره خيل محمدي رمباړو ټول پلچرخی په سر اخیستی وو، په ننګرهار کې ملایانو په عيدګاه کې د لاړو سيلاب روان کړ، په کندهار، بدخشان، کندز، بلخ او لنډه دا چې په دې لر او بر افغانستان کې داسې څوک پاتې نشو چې يو څه يي نه وي لیکلي.

د دشت ارچي په پيښه کې خپريدونکي انځورونه يو هم رښتيا نه وو، د دشت ارچي په اړه د طالبانو له لوري خپريدونکې شمېرې يوه هم سمه نه وه ان تر دې چې هلته تلو رسنیو او خبريالانو په طالب پلوه سیمه کې پر ولس تحميل شوی وحشت ډير ښه نندارې ته وړاندې کړ خو موږ د پاکستاني طالب دروغ ومنل خو د خپل نظام، رسنیو او خبريالانو رښتيا مو کله هم تاييد نکړل، په دشت برچي کې د خلکو تذکرې، په وينو لړلي سړکونه، ديوالونه،هر لوري ته خواره واره پراته بوټان د دشت ارچي په شان په بیه نه وو اخيستل شوي بلکه په واقعي بڼه هلته پاتې وو اوس نو ولې چوپ ياست، ولې يي نه غندئ، ولې فتوا نه ورکوئ او ولې د قیام او داعش ضد افغاني فکر پر اتحاد باندې سوچ نه کيږي؟

ډير بريدونه چې په کابل کې کيږي داعش يي مسولیت اخلي دا بريدونه داعش له سوريي او عراق څخه نه رهبري کوي بلکه دا بريدونه د حقاني شبکه له آی اس آی سره په ګډه په پاکستان کې پلان کوي،د بريد له کيدو سره سم يي هويت تش په نوم خيالي داعشي ته ورکوي او هغه يي بيا په يو او بل ځای کې نومونه رسنيز کوي.

پرون مو که فکر کړی وي په لومړي سر کې داسې ويل کيدل چې بریدګر په ایرانۍ لهجه خبرې کولې، دستي يي انځور هم خپور شو چې دا بريد د ابوالبرأ الشيرازي په نوم يو ایراني داعشي کړی دی خو وروسته مو که فکر کړی وي بله کيسه را و وته او داعشيانو له يو بل ادرسه لیکلي وو چې بريدګر د پيښور اوسیدونکی وو، همدا چې پيښوری يا شيرازی وو نو باید درک کړي مو وي چې دلته فکري ټکر ددې لامل شوی دی چې جګړه پروژه شي کله چې دولت ته پکې زيان رسيږي او طالب ته پکې کريډيټ ورځي حقاني شبکه ذبیح الله مجاهد ته زنګ وهي چې واخله مسولیت خو کله چې پر حکومت د باور کميدو هڅه وي، نژادي، قومي او ژبنی وحشت وي بیا نو داعشي وياند ته زنګ وهل کيږي چې واخله مسولیت خو دا د داعش او طالب د خبرپاڼو ډيزاين او د املا انشا تصحيح باور وکړئ له يو ځایه کيږي.

راځم دې ته چې موږ ولې د ایران او پاکستان په اړه له نظریاتي پلوه له تحلیلي مشکل سره مخ يو؟موږ پاکستان ته د دښمن په سترګه ګورو او د ياد هیواد پر ضد را پيدا شوې کرکه په خپل اوج کې ده خو څنګ ته ایران مو چې تر پاکستانه ډير خطرناک، مضر او وحشي هیواد دی هیر کړی دی،پاکستان نور دوست کيدای نشي او که هرڅوک يي د دوستۍ لپاره تبلیغ وکړي ملت به يي داسې له خپل درباره ورټي لکه سپی چې کوتې کيږي خو د ایران جاسوسان لاهم ښکاره ګرځي په ولسي جرګه کې وکيل را پورته شي وايي له ایران سره د اوبو د مدیريت خبره را پورته کول سم کار نه دی هيڅوک نشته چې دې وکيل ته ووايي چې کوتک شاه تاته لخیره چې ددې وطن د ابادۍ پر ځای د ایران پر آبادۍ فکر کوې،محقق په ایران کې را ولاړ شي په سوريه او عراق کې د سپاه پاسداران په ننګه له افغانيته منکر د ایران غلامان وستايي او مبارکيانې ورکړي نور قومونه خو هيڅ نشي ويلی همدا د پروني وحشت قرباني هزاره دې خپل محقق ته نه وايي چې صیب دا ته له کومې خوا ګډ يي خيريت دی چې پردي غمونه خپل کور ته راوړې،د ایران له سفارته اخيستل شوې پيسې پر لاریون مصرف کړي او بريد پکې وشي خو د لاریون پلان کونکي ټول ژوندي پاتې شي خو ولس قتل عام شي هزاره بیا هم پوښتنه نه کوي چې وه وروڼو دا پر موږ روان وحشت د څه لپاره وو او دا د لاریون او تحصن پلان کونکي څنګه داسې روغ،رمټ او تازه دي، د کوټې شورا غړی ملاشرين زاهدان ته ولاړ شي هلته ښکاره جلب او جذب کيږي، په فراه او نیمروز کې طالبان د ایران وسلې کاروي خو ولس د انسجام او له طالبه د کرکې پر ځای لا هم ناست دي وايي نه نه دا به هسې کيسې وي خو داده کیسه تر دې ځای پورې را ورسیده چې پرون ایراني چينلونو بريدګر پاکستانی وباله او پاکستاني چينلونو بیا ایرانی… خو هرڅه چې وي پاکستانی وي که ایرانی پنجاب او تهران خو خپل کار وکړ او وينې يي روانې کړې اوس نو موږ څه ته ناست يو؟ موږ طالبان يو؟ داعشیان يو؟ ایرانيان يو؟ پاکستانيان يو؟ او که افغانان؟ که طالبان، داعشيان، ایرانيان او پنجابیان يو بیا خو يي دا شته سکوت ښکاره ثبوت دی خو که افغانان يو نو په دشت ارچي کې پر طالب د شوي عمري ګذار په لړ کې د طالب د مردارو لپاره توجيهات لټول او پر دشت برچي چوپتيا ښکاره ظلم نه دی؟ دشت برچي او هلته تويې شوې وينې وحشت نه دی؟ دشت ارچي او دشت برچي ته د پنجاب او ایران له هندارې مه ګورئ، منم چې پرون به تر وحشت وروسته ایراني چینلونه ډير زيات فعال شوي وي، بیګاه شپه به د ایران په سفارت کې ګڼه ګوڼه ډيره وه، د سياسي شرارت او نظام د سبوتاژ په پار به ډيرې پيسې ويشل شوي وي،ؤ بهزاد ، ناجي او د ایران نورو جاسوسانو به سخت فعالیت کړی وي، ایران پلوې رسنۍ به دې خبرې ته سخته هوا ورکړي، سبا او بل سبا به د ملت په کور« ولسي جرګه » کې جاسوس، غله، عقده من او ددې ځانمرګي په شان د ډيرو ځانمرګو راوستونکي له حکومته د غچ اخیستو په خاطر سخت ميزونه ودربوي خو که لږ افغاني منطق پيدا کړو دا يو وحشت غندل پر بل چوپتيا  څه ډول توجې کوئ، ملا افغانيت هیر کړی، سياستوال له افغانيته منکر دی، ملت ټوټه شوی او په کابل کې همدا اوس د ملت سازۍ پر ځای پر نژاد سازۍ، سیمه سازۍ او ټوټه کيدو کار روان دی خیرخانه کې د يوې سيمې خلک را ټول دي، په شرق کې د بلې، په دشت برچي کې له هزاره وو پرته بلڅوک نشته او خوشال خان بیا تر پغمان او کمپنۍ پورې د بلې سيمې له خلکو ډک دی.

په کابل کې د طالبانو مدافعين« نظرمحمد مطمين، فيض محمد ځلاند،خیرالله شينواری،شفيع اعظم، خوشال درانی، حسن حقيار، اسد وحيدي او د دوی د اخوانیزم او چينايزم پوره ګروپ» دوی ولې په داسې ورځ بې سواده شي له داعشه ډاريږي؟ د طالب او داعش له مشترک باداره ډاريږي او کنه په داسې سرو وينو کې دوی بیا غواړي پګواش او سګ واش او پګواش ته پروپوزل وليکي؟ څه کيسه خو خامخا شته،د دوی تر منځ په دې برخه کې څه ناڅه همغږي خو خامخا شته او که نه وي نو طالب ته  پرتوګ ګنډل خو پر داعش چوپ پاتې کيدل خو سړيتوب نشو.

راځئ پر ملت سازئ فکر وکړو تر پروني وحشت وروسته ولسمشر ته له کنځلو نيولې بیا په ځينو پارونکو پاڼو کې کيدونکي تبلیغات به داسې ډيرې وينې تويي کړي او موږ به ټوټه کړي خو که مو دا شته ټولنیز ترکيب مختلط کړ، د ښار په هره سيمه کې هر قوم او هر چا ته د ژوند حق ورکول شو، د هزاره، پښتون،تاجک، ازبک او يا بل قوم پر ځای مو د افغان په نوم غږ پورته کړ تر ډيرې وړې پيښې وروسته به هم غبرګون ملي او خبرې افغانې وي که يي نه منئ په مقبوضه پښتونخواه کې د پښتون ژِغورنې روان انقلابي خوځښت يي ښه بیلګه ده چې اوس يي ان پنجابيان په لړزه کړي دي، دوی چې پيل کاوو د يوې سيمې په نوم وو ډير وړوکی خوځښت وو خو چې کله يي چې د څو قومونو له تنه په جوړ شوي پاکستان کې د پښتون ناره پورته کړه له لر او بره يي په ملاتړ غږونه پورته شول موږ ته هم هغه تجربه په کار ده.

Share this page to Telegram

Comments