له درزابه تښتيدلي شپاړس داعشیان افغان ځواکونو ژوندي نيولي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ بادغيس: په بادغيس کې تیره شپه افغان ځواکونو شپاړس تنه داعشیان د طالبانو پر يومرکز تر چاپې وروسته ژوندي نيولي دي.
پيښه د بادغيس ولايت د جوند ولسوالۍ په شرين چشمه سیمه کې او په دې چاپه کې د نښتې پر مهال لس طالبان هم وژل شوي دي.
نيول شوي شپاړس تنه داعشیان هغه بهرنیان وو چې په درزاب کې د داعش تر ماتې وروسته له طالبانو سره يو ځای شوي وو او طالبانو په بادغيس کې په يو مرکز کې ساتل.
ياده دې وي چې له نيول شویو شپاړس تنو بهرنیو داعشیانو سره يي ښځې او بچې هم شته دي چې له سیمې انتقال شوي دي او څيړنې ترې روانې دي.
په دې عملیاتو کې د طالبانو يو مهم مرکز، زندان او د چاودیدونکو توکو يوه فابریکه هم په بشپړ ډول له منځه وړل شوې ده.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments