له داعش پاکې شوې سیمې ولسونه ساتي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار والي وايي په اچین ولسوالۍ کې د داعش وسلوالو څخه پاکې شوې سيمې به د ولسونو په همکارۍ وساتي.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د اچین ولسوالۍ مخورو سره د ناستې پرمهال وویل په یاده ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفینو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو عملیات اوسمهال هم روان دي او زیاته يې کړه پاکې شوې سيمي به د منظم پلان له مخې د ولسونو په همکارۍ وساتي.
د اچین ولسوالۍ قومي مخورو ډاډ څرګند کړ چې په اچین ولسوالۍ کې میشت قومونه دولت سره همکار او هم د خپلې سیمې د ساتنې په برخه کې بشپړ چمتوالی لري.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل په یاده ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفینو له شتون څخه پاکو شوو سیمو د ساتنې په موخه به د ولس له منځ څخه ځوانان غوره کړي نو په همدې موخه يې د اچین ولسوالۍ له مخورو غوښتنه وکړه، چې وړ او ځواکمن ځوانان ورته ور وپیژني.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply