د داعش د نښتو له امله له بيځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار د کډوالو ریاست وایي، د خوږیاڼو ولسوالۍ څخه د داعش له ویرې د بې ځایه شویو شپږ سوه کورنیو سره د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته وشوه.
د کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزی وایي ،يادې کورنۍ د خوږياڼو له نا امنه سيمو د سره رود او بهسودو ولسواليو مربوطاتو ته رابې ځايه شوي ،چې له جملې يې درې سوه کورنيو سره د خوراک نړيوالې ادارې له لوري د خوراکي توکو مرسته وشوه.
فقیرزی وايي،هرې کورنۍ ته سل کيلو وړه، اوه ليتره غوړي او يو پاکټ مالګه ورکړل شوه.
د فقیرزي په خبره، درې سوه نورو کورنېو سره د ماشوم ساتنې ادارې د غيرې خوراکي توکو مرسته وکړه، چې په خبره يې هرې کورنۍ ته د اشپز خانې وسايل، کمپلې،ترپالونه او نور توکي ورکړل شول.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *