له داعش بې ځایه شویو سره دولت مرستې وکړې

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار والي په لارښوونه د وزیرو سیمې بې ځایه شوو کورنیو لپاره د کلیو پراختیا او پېښو پر وړاندې د چمتوالې ادارو له لورې مرسته واستول شوه .
د کلیو پراختیا او بیارغونې ریس انجینر مجیب الرحمن ضیاءوایي، مرسته کې کمپلې،ترپالونو،دیګونو، د ډوډۍ پخولو تبۍ،لومړني روغتیایي کیټونه،سطرنجۍ،سطلونه او یو شمیر نورو توکي شامل دي،چې د سروې ترسره کولو وروسته به دوی له بې ځایه شوو کورنیو سره د لویو خیمو مرسته هم وکړي.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه پرون جمعه د پېښو پر وړاندې چمتوالې ادارې له لورې ۲ سوه کورنیو ته د ۶ قلمه خوراکي او غېرې خوراکي توکې چې په کې وریجې،غوړي، لوبیا،چای،بوره او صابون شامل دی ولیږل شول،چې له سروې پرته به بې ځایه شوو کورنیو ته ورکړل شي .
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply