له خوږیاڼو بې ځایه شویو سره مرستې وشوې

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار د کډوالو ریاست د داعش له ویرې د خوږیاڼو ولسوالۍ رابې ځایه شویو درې سوه او څلور اویا کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د کډوالو رییس غلام محمد فقیرزی وایي، دا مرستې د خوراک نړیوال سازمان له لوري ترتیب شوې وي چې د هرې کورنۍ لپاره به یوه میاشت بسنه وکړي.
فقيرزی وايي له ټولو راستنو شويو او بې ځايه شويو کورنيو سره به له سروې وروسته مرستې وشي. بل لورته د کډوالو چارو رياست مسوولين ، چې د سلا کار وزير او ننګرهار والي په لارښوونه خوږياڼو ولسوالۍ ته تللي و د يادې ولسوالۍ قومي مشرانو سره يې د ناستې پر مهال د بې ځايه شويو کورنيو له ستونزو ځان خبر کړ.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *