له جومات او عالم سره د طالبانو ښکاره دښمنۍ!/بریالی ویاړ

comments 0

1 Views

متدینو او درنو هیوادوالو:
د اسلام ، انسانیت، جومات، منبر او د انبیاو د وارثینو دښمنانو(طالب) یو ځل بیا خپله ښکاره دښمنې او له کرکې ډګه څیره د اسلام ، منبر او دیني علماو پر وړاندې په داسې حال کې را څرګنده کړه چې د وزیر محمد اکبر پر جامع جومات باندې له برید څخه یوه اونۍ نده تیره شوي چې په ډیر وحشت سره یې بیا هم د کابل ښار په شیرشاه سوری جامع جومات کې په منبر کې د ځای پر ځای شوي چاودیدونکو په واسطه په داسې حال کې برید تر سره کړ چې د جعمې د لمانځه لپاره په سلګونو تنه لمونځ کوونکي راټول شوي او د جمعې خطبه د امام لخوا لوستل کیده، چې په پایله کې په دین او هیواد میین او جید عالم مولوی عزیرالله مفلح له څو تنو لمونځ کوونکو سره شهید او څو تنه نور ټپیان شول، له هر څه د مخه شهید مولوی مفلح او د پیښي نورو شهیدانو ته د الله تعالی له دربار څخه د جنت الفرودس، ټپیانو ته یې عاجله شفا او عاملین ته د سخت عذاب غوښتونکي یوو.
د تاسف او تعجب خبره خو دا ده چې طالبانو په ډیري بې شرمې سره د وزیر محمد اکبرجومات په څیر د شیرشاه سوری جومات پیښه هم وغندله او مسوولیت په غاړه وانخست او دا یې د اسلام د دښمنان کار وباله او زیاته کړی ده چې دا د سولې د پروسې د سبوتاژ کولو په موخه تر سره کیږي.
حال دا چې د خدای په کور کې، په محراب کې، رب ته په قیام او سجده کې چاودنه، پر غونډو، لاریون کوونکو، تاریخي ځایونو، روغتیایی مراکز، د جنازې پر لمانځه او … برید کول پیژندل شوی طالباني تاکتیک دی. په شهید ارسلا جمال په جومات کې برید،په عبدالله لغمانی په جومات کې برید، له مسجدونو د جګړې د سنګر په توګه استفاده، د لویی جرګې په خیمه کې د ۳۰۰۰ علما په غونده برید، په مولوی سمیع الله ریحان برید،په مولوی ګل پادشاه حماد برید، د مولوی ظاهر حقانی شهادت، د مولوی بصیر حقانی شهادت او …. په سلګونو او زرګونو نورې پیښي هغه بیلګې دي چې د طالبانو د جنایت او وحشت ښکارندوي کوي، دا زیاتره بریدونه هغه مهال زمونږ د مظلوم او کړیدلي ولس پر وړانډې د طالبانو لخوا تر سره شوي چې هغه مهال نه د داعش نوم چا اوریدلی وو او نه هم د سولې کومه پروسه روانه وه چې یا یې حکومت او یا کومې بلې ډلي یې د سبوتاژ هڅه کړی وای.
دا یو څرګند حقیقت دی چې طالبان په خپله هم تروریستی او خونړي بریدونه تر سره کوي او هم یې د داعش او نورو ترهګرو ډلو ته د ترور، وحشت، جنایتونو او خونړیو بریدونو زمینه برابره وي چې د خدای(ج) ، قانون او خلکو پر وړانډې به مسوول وي ځکه دوي نه یوازې چې تل د افغان حکومت او مظلوم ولس د سولې غږ ته چې یو الهی امر او زمونږ د ولس اساسی غوښټنه ده، مثبت ځواب ندي ویلي بلکې لایې خپلو بریدونو او عام وژنې ته زور ورکړی دی چې ښې بیلګي په دې وروستیو کې په لسګونو ترهګریز بریدونه دي چې د دوي لخوا تر سره شوي دي.
همدا رنګه د ستر لارښود حضرت محمد (ص) د وینا له مخي (علما دانبیاو وارثین دي ) دوی هڅه کوي چې دیني لارښوني ، ددین احکام ، امر بالمعروف او نهی عن المنکر خلکو ته ولیږدوي، دتاریخ په اوږدو کې زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دیني علما دځانګړي احترام څخه برخمن دی ، د هېواد په سیاسی ، اجتماعی او فرهنګۍ اړیکو کې دعلماو رول ټولو ته جوت دی لدی امله علماو ډیره قرباني ګاللي ، علما ایماني او انساني رسالت لري ترڅو ولس د شته قضایاو نه خبر کړي داچې ځیني افراطي ډلي (طالب او داعش ) له دین او دیني مولفو او ارشاداتو څخه غلطه ګټه اخلي او له دین څخه دخپلو ناوړه موخو دترسره کولو له پاره کار اخلي نوځکه ددوي دغه ناروا کړني د ټول ولس په ځانګړي توګه دعلماو له پاره د منلو وړ ندي او پدي پوهیږي چې د دغو ناخوالو پر وړاندی سکوت ستره ګناه ده او علما هم نه غواړي ترڅو ددی ګناه مرتکب شي لدی امله دیني علما نشی کولای ترڅو د بیګناه ولس د وژلو ، په جومات کې د ماین ایښودلو او ځانمرګو بریدونو پر وړاندی چې قربانیان یې زموږ مظلوم ولس دی چپ پاتي شي، ځکه علما پوهیږي چې داسلام دسپیڅلي دین په رڼا کې انسان وژنه ، د ټولګټو شتمنیو تخریب او او له اسلام څخه ناوړه ګټه اخیستنه ناروا او داسلام د دین خلاف عمل دی له همدی امله زموږ علما ولس ته د رښتینو حقایقواو دطالبانو دناوړو کړنو نه دخلکو د خبرولو په لار کې قرباني ورکړي، خو طالبان او دهغوی ملاتړي دي پوه شي چې دعلماو په وژلو سره نشي کولای زمونږ د دیني علماو دسکوت او دینی وجایبو څخه دهغوی دشاتګ سبب شي، ځکه چې تیر تاریخ ته په کتو سره علماو په ټول ځواک دباطل پر وړاندی مبارزه کړي اودځان په قربانولو سره یې ددین او عزت څخه دفاع او ملاتړ کړۍ دی .
همدا رنګه ولس او په ځانګړي توګه دیني علما په حکومت باندې هم غږ کوي چې د دیني علماو امنیت ته دې کلکه پاملرنه وکړي او د دغو وروستیو پیښو عاملین دي پرته له ځند څخه د قانون منګولو ته وسپاري ترڅو د خپلو ناوړ اعمالو په سزا ورسیږي او له بل لورې هغه علما چې خپل ژوند په خطر کې ویني هغوي ته ډاډ ورکړل شي چې د دوي د امنیت په ټینګښت کې به له هیڅ ډول هلوځلو او امکاناتو څخه ډډه نکوي.
په درنښت

Share this page to Telegram

Comments