له جرمني بیرته ستون شوي افغان زلمي ځان وژنه کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کابل په يوه هوټل کې له جرمني د بېرته ستانه شوي افغان پناه‌غوښتونکي ځان‌وژنه کرې.
افغان چارواکي وايي د هغه کس مړی چې په دې وروستیو کې له جرمني را ايستل شوی و، د کابل په یوه هوټل کې موندل شوی. دغه ۲۳ کلن کس تېره اونۍ له ۶۸ نورو افغان پناه‌غوښتونکو سره یو ځای له جرمني رایستل شوی او افغانستان ته استول شوی و.

هغه په کابل کې د بیاراستنېدونکو کسانو لپاره د یوه موقت استوګن‌ځای په توګه په یوه هوتل کې د کډوالۍ د نړیوالې ادارې په لګښت اوسېده او ټاکل شوې وه چې په څو راتلونکو ورځو کې هرات ته لاړ شي.
د کډوالۍ نړیوالې ادارې هم منلې چې دغه کس ظاهرا ځان وژلی او د يوې ويناپاڼې په خپرولو سره یې د “په زوره ایستلو” پر ځای “د خپلې خوښې بیاستنېدنې” غوښتنه کړې.
په ويناپاڼه کې راغلي ” په زوره بېرته ستنول د ماتې داغ پر خلکو پرېږدي او د بیاځلي او خطرناکې کډوالۍ لامل کېږي او په دې ډول ستون شوی کس له سختو او ربړو سره مخ کېږي”.
هغه تېره اونۍ ويلي و چې د ۶۹ افغان پناه‌غوښتونکو ايستل په هغه هېواد کې د پناه‌غوښتونکو له مسئلې سره د هغه د جدي سياست يوه برخه ده او په یوه خبري غونډه کې يې د ملنډو په انداز ویلي و: ” دا مې د ۶۹مې کليزې ورځ ده او ما کوم پلان نه دی ورته جوړ کړی، خو په همدې ورځ ۶۹ کسان له آلمانه (افغانستان ته) وایستل شول”.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments