له تاشکند سره د اړیکو په پراختیا ټینګار شوی

comments 0

326 Views

هندوکش – کابل: افغان حکومت د هر هغه اقدام هرکلی کوي، چې د کابل ـ تاشکند د اړیکو پراخوالي لامل ګرځي.
ولسمشر محمد اشرف غني د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې دې مطلب ته په اشارې ټینګار کړی چې ازبکستان د ټرانزیټ، سوداګرۍ او ټرانسپورټ په برخه کې د افغانستان مهم شریک دی.
هغه ویلي، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري په ټول تیر کال کې ۱۹سلنه اضافه شوې وه، خو سږ ۲۰۱۸ کال بیا په لومړیو کې تر ۱۵سلنې رسېدلې چې د کال په پای کې به دا کچه نوره هم لوړه شي.
د ازبکستان پلاوي ویلي، دوی کار پیل کړی چې په افغانستان کې د نساجۍ ۶ فابریکې فعالې کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments