له بیرته راستنو شویو سره مرسته وشوه

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې له هغو راستنو شویو سره مرسته وشوه چې له پاکستان څخه خپل هېواد ته راغلي دي.
د ننګرهار د کډوالو چارو رییس فقیرزي وویل، دا مرستې د خوراک نړیوال سازمان کړې وې چې په ۹۰ کورنیو وویشل شوې.
په مرستو کې اوړه، غوړي، دال او مالګه شامله ده.
نوموړي وويل، چې دغه کورنۍ له پاکستان هېواد څخه په دې وروستيو کې را کډه شوي او په سره رود ولسوالۍ کې مېشتې شوي دي.
ده زياته کړه، چې يادو کورنيو سره يې تر دې وړاندې هم مرستې تر سره کړي دي.
فرهاد شهرانۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *